موندل

دويم سبق

دَ مريدئ قيمت

لوقا ١٤: ٢٥-٣٣

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٢٥ يو ځل چه يوه لويه ګڼه دَ عيسىٰ سره وه، هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو اَؤ ورته ئے ووئيل، ٢٦ ”هغه څوک چه ما له راځى اَؤ که هغه دَ خپل مور، پلار، ښځے، بچو، ورُوڼو، خويندو اَؤ دَ خپل ځان سره کينه نۀ لرى نو هغه زما مُريد کيدے نۀ شى. ٢٧ اَؤ کُوم سړے چه خپله سولئ په خپله نۀ پورته کوى اَؤ په ما پسے نۀ راځى، هغه زما مُريد کيدے نۀ شى.

٢٨ آيا په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه به يو بُرج ودانول غواړى اَؤ دَ خرڅ دا اندازه به دَ آګاهو نه نۀ لګوى چه هغه ئے سر ته رسولے شى اَؤ که نه؟ ٢٩ ګنى که چرے هغۀ دَ دے بنيادُونه ايښى وى اَؤ بيا ئے سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدُونکى به ورپورے خندا ګانے کوى. ٣٠ هغوئ به وائى چه دۀ ته ګورئ چه کار ئے شروع کړو اَؤ سر ته ئے ونۀ رسولو!

٣١ يا کُوم بادشاه به داسے وى چه هغه به دَ بل بادشاه سره دَ جنګيدو نه وړاندے دا اندازه نۀ لګوى چه دَ لسو زرو کسانو سره زَۀ دَ هغه بادشاه مُقابله کولے شم څوک چه دَ شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟ ٣٢ اَؤ که هغه نۀ شى کولے نو دَ حملے نه ډير مخکښے به هغه خپل قاصد واستوى اَؤ دَ صُلح په شرطُونو به فيصله وکړى. ٣٣ هم دغه شان په تاسو کښے يو کس هم تر هغے زما مُريد کيدے نه شى تر څو چه هغۀ خپل هر څۀ پريښے نۀ وى.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org