موندل

نهم سبق

دَ ايماندارانو رفاقت

اعمال ٢: ٤٢-٤٧

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٤٢ هغوئ به دَ رسُولانو تعليم آؤريدلو ته، دَ شريک ژوندُون، په يو ځائے دَ ډوډئ ماتولو اَؤ دَ دُعا دَ پاره راغونډيدل.

٤٣ په هر چا ويره وه اَؤ دَ رسُولانو ډير عجيبه کارُونه اَؤ نخښے څرګندے شولے. ٤٤ اَؤ ټولو ايماندارانو په يوه رائے ژوند تيرولو اَؤ په هر څۀ کښے شريک وُو. ٤٥ اَؤ هغوئ خپل مال، اسباب خرڅولو اَؤ هر چا ته ئے دَ حاجت په مُطابق پيسے ويشلے. ٤٦ هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ دَ خُدائے په کور کښے راجمع کيدل اَؤ په کُورونو کښے به ئے په شريکه ډوډئ ماتوله اَؤ خپل خوراک به ئے په خوشحالئ اَؤ په صفا زړۀ سره شريکولو. ٤٧ هغوئ دَ خُدائے ثنا وئيله، نو ټول خلق ترے راضى وُو اَؤ هره ورځ څومره خلقو چه خلاصُون مُوندلو نو مالِک دَ هغوئ په ډله کښے شاملول.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org