موندل

لسم سبق

رکو شوو ته ځان رسول (دويمه حصه)

متى ٩: ٣٥-١٠: ١٦

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٣٥ دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو اَؤ ښارُونو وګرزيدو اَؤ دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤروو اَؤ هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے جوړوَله. ٣٦ دَ هغه خلقو په ليدو ئے زړۀ وسوځيدولو ځکه چه هغوئ دَ بے شپُونکى ګډو په شان خوارۀ وارۀ اَؤ پريشانه وُو. ٣٧ هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”فصل ډير دے خو مزدُوران لږ دى. ٣٨ دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل مالک ته سوال وکړئ چه هغه دَ فصل ريبلو مزدُوران راواستوى.“

١ بيا عيسىٰ خپل دولس مُريدان راوغوښتل اَؤ هغوئ له ئے دَ ناپاکو رُوحونو لرے کولو اَؤ دَ هر قِسم رنځُورانو اَؤ کمزورتيا روغولو اِختيار ورکړو. ٢ دَ هغه دولسو رسُولانو نومُونه دا دى، ړُومبے شمعُون چه پطروس ورته وائى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس، دَ زبدى زوئے يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا، ٣ فيليپوس اَؤ برتلمائ، توما اَؤ متى محصولچى، دَ حلفى زوئے يعقوب اَؤ تدى، ٤ شمعُون ننګيالے اَؤ يهوداه اِسکريوتى، يعنے هغه سړے چه په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړله.

٥ عيسىٰ دا دولس کسان دَ دے هداياتو سره وليږل چه ”دَ غير يهودى قومُونو په لورى مه ځئ اَؤ دَ سامريانو يوے ښاريئے ته هم مه ننوزئ، ٦ خو دَ اِسرائيلو دَ کورنئ ورکو شوو ګدو ته لاړ شئ. ٧ اَؤ په تلو تلو کښے دا پيغام ورکوئ چه دَ آسمان بادشاهى نزدے راغلے ده. ٨ رنځُوران جوړوئ، مړى ژوندى کوئ، جُزاميان پاکوئ اَؤ پيريان وباسئ. تاسو ويړيا ومُونده، ويړيا ئے ورکوئ. ٩ سرهٔ زر یا سپین زر یا تانبه ځان سره په خپلے همیانئ کښے مه وړئ. ١٠ دَ لارے توښه مه آخلئ، مه دوه قميصُونه آخلئ، نۀ نور پيزار، نۀ اَمسا، ځکه چه مزدُور دَ خپلے مزدورئ حقدار دے. ١١ هر کله چه تاسو يو ښار يا کلى ته ورشئ نو دَ داسے سړى کره ورځئ چه دَ ورتلو لائق وي، اَؤ هلته تر هغے ايساريږئ تر څو چه رُخصت شوى نۀ يئ. ١٢ کُوم کور ته چه تاسو ننوزئ، دَ هغوئ سلامتى غواړئ. ١٣ که هغه دَ دے لائق وى نو ستاسو خير به ورورسى، اَؤ که لائق نۀ وى نو ستاسو خير به بيرته تاسو ته راوګرزى. ١٤ خو که چرے څوک تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته کيږنۀ دى نو هر کله چه تاسو دَ هغه کور يا ښار نه بهر وزئ نو دَ خپلو پښو نه دُوړه وڅنډئ. ١٥ زَۀ تاسو ته دا وايم چه په ورځ دَ قيامت به دَ صدوم اَؤ دَ عموره دَ ملک حال دَ دے ښار دَ حال نه ښۀ وى.

١٦ ګورئ! زَۀ تاسو لکه دَ ګډو په شان شرمخانو ته آستوم. دَ مارانو په شان هوښيار اَؤ دَ کونترو په شان بے آزاره اوسئ.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org