
لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٤ اَے بنى اِسرائيله واوره! مالِک زمونږ خُدائ يو مالِک دے. ٥ تاسو د مالِک خپل خُدائ سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ. ٦ کوم حُکمونه چې درکوم نو هغه په ياده ياد کړئ. ٧ خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. که په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په باره کښې د هغوئ سره خبرې کوئ. ٨ دا په خپلو مټو او په خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د نښې په شان وى. ٩ دا د خپلو کورونو په چوکاټُونو او په خپلو دروازو باندې وليکئ.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ

Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org