لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
6 خدای پاک وفرمایل: <د اوبو ترمنځ دې فضا وي چې پاسنۍ اوبه د لاندې اوبو څخه جدا کړي.> 7 خدای پاک فضا جوړه کړه او د فضا لاندې اوبه یې د پاسنیو اوبو څخه جدا کړې او هماغه شان وشول. 8 خدای پاک فضا د اسمان په نوم یاده کړه، ماښام ؤ او سهار شو. دا دوهمه ورځ وه.
9 خدای پاک وفرمایل: <د اسمان لاندې اوبه دې په یو ځای کې راټولې شي او وچه دې ښکاره شي> او هماغه شان وشول. 10 خدای پاک وچه د ځمکې په نوم یاده کړه او اوبه یې د دریاب په نوم یادې کړې او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. 11 خدای پاک وفرمایل: <ځمکه دې نباتات راشنه کړي. هغه تخم لرونکي نباتات، مېوه لرونکې ونې چې خپل جنس او شکل ته ورته مېوه او تخم د ځمکې پرمخ ونیسي.> او هماغه شان وشول. 12 ځمکې هغه بوټي راشنه کړل چې د خپل جنس په شان تخم نیسي او هغه مېوه_دارې ونې چې د هغو تخم د هغوی د جنس په شان وي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. 13 ماښام ؤ او سهار شو. دا دریمه ورځ وه.
14 خدای پاک وفرمایل چې <د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ورځ د شپې څخه جدا کړي او هغه دې د نښو په څېر د ورځو، فصلونو او کلونو دپاره وي، 15 او د اسمان په فضا کې دې رڼاګانې وي چې ځمکه روښانه کړي> او هماغه شان وشول. 16 خدای پاک دوه لویې رڼاګانې جوړې کړې، لمر یې د ورځې د رڼا ورکولو دپاره او سپوږمۍ یې د شپې د رڼا ورکولو دپاره او ستوري یې هم جوړ کړل. 17 خدای پاک هغوی د اسمان په فضا کې ځای په ځای کړل ترڅو ځمکې ته رڼایي ورکړي، 18 چې ورځ او شپه ورباندې رڼا شي او رڼا د تیارې څخه جدا کړي او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. 19 ماښام ؤ او سهار شو، دا څلورمه ورځ وه.
20 خدای پاک وفرمایل: <اوبه دې د ژوندیو موجوداتو څخه ډکې شي او مرغان دې د ځمکې د پاسه د اسمان په فضا کې والوزي.> 21 نو خدای پاک لوی دریابي حیوانات او د مخلوقاتو ټول ډولونه چې په اوبو کې اوسیږي جوړ کړل. هغه همدارنګه ډول ډول مرغان د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي. 22 خدای پاک هغوی ته برکت ورکړ، ویې فرمایل: <بارداره او زیات شئ او دریابونه ډک کړئ او مرغان دې د ځمکې په مخ زیات شي.> 23 ماښام ؤ او سهار شو. دا پنځمه ورځ وه.
24 خدای پاک وفرمایل: <په ځمکه کې دې ژوندي حیوانات د دوی د جنس په څېر راپیدا شي، کورني حیوانات او وحشي حیوانات او خزندې دې د هغوی د جنس په شان راپیدا کړي> او هماغه شان وشول. 25 نو خدای پاک وحشي حیوانات د هغو د جنس په شان او کورني حیوانات او خزندې د هغوی د جنس په شان جوړ کړل او خدای پاک ولیدل چې دا ښه دي.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org