لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
7 په دې وخت کې یوه سامرۍ ښځه راغله چې د څاه نه اوبه یوسي. عیسی هغې ته وویل: «خورې، لږې اوبه راکړه.» 8 (عیسی یوازې ؤ ځکه د هغه شاګردان د خوړو د اخیستلو دپاره ښار ته تللي وو.) 9 سامرۍ ښځې ورته وویل: «ته یهودي یې او زه یوه سامرۍ ښځه یم. څنګه کېدای شي چې ته زما نه اوبه وغواړې؟» (ځکه چې یهودیانو د سامریانو سره ناسته ولاړه نه لرله.) 10 عیسی هغې ښځې ته په ځواب کې وویل: «که چېرې ته په دې خبره وای چې د خدای نعمت څه شی دی او دا څوک دی چې ستا نه اوبه غواړي، نو تا به د هغه نه غوښتنه کړې وای او هغه به درته هغه اوبه درکړي وای چې ژوندون ورکوي.» 11 ښځې وویل: «ښاغلیه، تا سره خو کوم شی نشته چې اوبه ورباندې راوباسې او دا څاه ژوره ده، نو ته به د ژوندون اوبه له کومه کړې؟ 12 ایا ته زمونږ د نیکه یعقوب نه چې مونږ ته یې دا څاه راکړه هم ډېر لوی یې، خپله هغه، د هغه زامنو، د هغه رمو او پادو به هم د دې څاه اوبه څښلې؟» 13 عیسی وویل: «هرڅوک چې دا اوبه وڅښي نو بیا به هم تږی شي، 14 خو کومې اوبه چې زه یې ورکوم او هرڅوک یې چې وڅښي، نو هېڅکله به تږی نه شي. زه چې هغه ته کومې اوبه ورکوم هغه اوبه به په هغه کس کې د چینې په شان بهیږي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکوي.» 15 ښځې وویل: «ښاغلیه، هغه اوبه ماته راکړه چې بیا هېڅکله تږې نه شم او نه به بیا د اوبو وړلو دپاره دلته راځم.»
16 عیسی ورته وویل: «لاړه شه، مېړه ته دې غږ وکړه او بېرته ورسره راشه.» 17 هغې په ځواب کې وویل: «زه مېړه نه لرم.» عیسی هغې ته وویل: «ته رښتیا وایې چې مېړه نه لرې، 18 ځکه چې تا پنځه مېړونه کړي وو او اوس چې ته د کوم سړي سره اوسېږې هغه ستا مېړه نه دی. تا چې څه وویل هغه رښتیا دي.» 19 ښځې وویل: «ښاغلیه، زه پوهېږم چې ته پیغمبر یې. 20 زمونږ نیکونو په دې غره کې عبادت کاوه، خو تاسو یهودیان وایئ چې اورشلیم یوازېنی ځای دی چې باید د خدای عبادت په کې وشي.» 21 عیسی هغې ته وویل: «ای ښځې، په ما باندې باور وکړه، هغه وخت به راشي چې تاسو به نه په دې غره کې د اسماني پلار عبادت وکړئ او نه هم په اورشلیم کې. 22 تاسو سامریان هغه چاته عبادت کوئ چې نه یې پېژنئ، خو مونږ یهودیان د هغه چا عبادت کوو چې مونږ یې پېژنو، ځکه چې خلاصون د یهودیانو په وسیله رامنځته کیږي. 23 خو هغه وخت به راشي بلکې اوس راغلی دی چې رښتیني عبادت کوونکي به د خدای د روح سره په رښتیني توګه د اسماني پلار عبادت کوي، ځکه چې اسماني پلار دا ډول عبادت کوونکي غواړي. 24 خدای روح دی او هرڅوک چې د هغه عبادت کوي نو هغه دې په روح او حقیقت سره د هغه عبادت وکړي.» 25 ښځې ورته وویل: «زه پوهېږم چې د خدای مسیح راتلونکی دی او کله چې هغه راشي، نو هرڅه به مونږ ته ښکاره کړي.» 26 عیسی ورته وویل: «زه چې ستا سره خبرې کوم نو هماغه زه یم.»
39 په هغه ښار کې ډېرو سامریانو د هغې ښځې د شاهدۍ له امله چې ویلي یې وو: «ما چې کله هم څه کړي وو هغه ټول یې راته وویل،» نو هغوی په عیسی باندې ایمان راوړ. 40 کله چې سامریان هغه ته راغلل او زارۍ یې ورته وکړلې چې د هغوی سره پاتې شي او عیسی دوه ورځې هلته پاتې شو. 41 نورو ډېرو خلکو هم د هغې د خبرو له امله ایمان راوړ، 42 او هغوی هغې ښځې ته وویل: «مونږ ستا د خبرې په سبب ایمان نه دی راوړی، بلکې مونږ په دې خاطر ایمان راوړو چې په خپله مو د هغه خبرې واورېدلې او په دې پوه شو چې هغه په رښتیا سره د نړۍ خلاصوونکی دی.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org