موندل

څلورویشتم لوست

کفاره: عیسی زده کوي چې مشري څنګه ترلاسه کېږي

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

د یوې مور غوښتنه

20 بیا د زبدي ښځه د خپلو دوو زامنو سره عیسی ته راغله، د هغه په پښو کې پرېوتله او د هغه څخه یې وغوښتل چې په هغې باندې احسان وکړي. 21 عیسی د هغې څخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» هغې وویل: «زما سره وعده وکړه چې ستا په پاچاهۍ کې دې زما دا دواړه زامن ستا په څنګ کې کښېني، یو دې ښي لاس ته کښېني او بل چپ لاس ته.» 22 عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه به یې څښم تاسو هغه څښلی شئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.» 23 عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه، تاسو به زما پیاله وڅښئ، خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا چپ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې زما پلار ورته تیار کړي دي.» 24 کله چې هغو نورو لسو شاګردانو دا واورېدل، نو هغوی د هغو دوو ورونو څخه خفه شول. 25 خو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې د غیریهودیانو واکمنان په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښایي. 26 خو په تاسو کې دې داسې نه وي. که په تاسو کې څوک غواړي چې لوی وګڼل شي، نو باید د نورو خدمتګار شي 27 او هرڅوک چې غواړي د ټولو څخه اول شي باید د نورو خدمت وکړي. 28 حتی د انسان زوی د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو د خلاصون دپاره قربان کړي.»

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org