
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
28 خو کله چې هغه خدمتګار لاړ، نو د خپلو ملګرو خدمتګارانو څخه یو یې چې سل دیناره پوروړی ؤ ورته په مخه ورغی. هغه یې له ستوني ونیوه او ورته ویې ویل: ‹زما پور بېرته راکړه.› 29 نو هغه خدمتګار ملګری یې په پښو کې ورته پرېوت او زاري یې ورته وکړه ویې ویل: ‹لږ صبر راته وکړه، پور به دې خلاص کړم.› 30 خو هغه ونه منله او هغه یې په زندان کې واچاوه تر هغې پورې چې د هغه پور ورکړي. 31 نورو خدمتګارانو چې دا پېښه ولیدله، نو ډېر خفه شول او خپل بادار ته ورغلل او څه چې شوي وو هغه یې ترې خبر کړ. 32 نو بادار یې هغه سړی راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹ای بدکاره خدمتګاره! ماته دې زاري وکړه او ما درته ټول پور وبخښلو. 33 ایا تاته لازمه نه وه چې په خپل ملګري خدمتګار باندې دې همداسې رحم کړی وای، لکه څنګه چې ما په تا وکړ؟› 34 د هغه بادار دومره په قهر شو چې هغه یې په زندان کې واچاوه او امر یې وکړ چې هغه دې تر هغې پورې وځورول شي، ترڅو یې ټول پور نه وي ورکړی.
35 که چېرې تاسو خپل ورور د زړه نه ونه بخښئ، نو زما اسماني پلار به هم ستاسو سره همداسې وکړي.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org