لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ په شروع کښې، چې کله خُدائ پاک ټول جهان پېدا کړو، ٢ زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو. ٣ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى“ نو رڼا شوه. ٤ خُدائ پاک په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغۀ رڼا د تيارې نه جدا کړه، ٥ او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه“. شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه. ٦ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“ ٧ نو هم داسې وشول. نو خُدائ پاک فضا جوړه کړه چې لاندې اوبۀ د پاس اوبو نه جدا وى. ٨ هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دويمه ورځ وه. ٩ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول. ١٠ هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ١١ بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول. ١٢ نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ١٣ شپه تېره شوه او سحر شو. دا دريمه ورځ وه. ١٤ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزُونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى، ١٥ دا به په آسمان کښې زمکې ته ځلېږى.“ نو هم داسې وشول. ١٦ نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزُونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځلېږى او سپوږمۍ به د شپې ځلېږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل. ١٧ هغۀ دا ځلېدونکى څيزُونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى، ١٨ چې په ورځ او شپه باندې اِختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ١٩ شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه. ٢٠ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستُونکى څيزُونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“ ٢١ نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزُونه چې په اوبو کښې اوسېږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ٢٢ او خُدائ پاک برکت ورکړو او د اوبو مخلوق ته يې ووئيل چې ډېر شئ او سمندر ډک کړئ او مارغانو ته يې ووئيل چې زيات شئ. ٢٣ شپه تېره شوه او سحر شو. دا پنځمه ورځ وه. ٢٤ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول. ٢٥ نو خُدائ پاک دا ټول ځناور پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org