لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٤ او داسې ټول جهان پېدا شو.
چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول جهان جوړ کړو، ٥ په زمکه هيڅ قِسم بو ټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو. ٦ خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله. ٧ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندې نفس جوړ شو. ٨ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو. ٩ هغۀ هلته د هر قِسم ښائسته او ښو مېوو ونې وکَرلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوُونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوُونکى ونه ولګوله. ١٠ په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندونو کښې تقسيم شوے وو. ١١ د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حوېلۍ ټول مُلک نه تېرېږى. ١٢ سوچه سرۀزر، خوشبودار عطر او قيمتى کاڼى دلته ملاوېږى. ١٣ د دويم سيند نوم جيحون دے، دا د کُوش ټول مُلک نه تېرېږى، ١٤ دريم سيند دجله دے، چې د اسور نَمرخاتۀ طرف نه تېرېږى او څلورم د فرات سيند دے. ١٥ مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم د عدن باغ کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى. ١٦ مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې، ١٧ خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅ کله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، که تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“ ١٨ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک ووئيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“ ١٩ نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو. ٢٠ نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پيدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى. ٢١ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اُودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو. ٢٢ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله. ٢٣ نو آدم ووئيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان وجود لرى. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“ ٢٤ ”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org