موندل

لسم سبق

عبادت: زمونږ دَ مالک خدائ شکر دې وى

زبور شريف ٢٣: ١ – ٦

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ مالِک خُدائ دے شپون زما،

نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.

٢ راکوى آرام په شين چمن کښې ما له،

بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.

٣ هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له،

په نېغه لار مې بيائې د خپل نوم دپاره.

٤ که څهٔ هم د مرګ وادۍ نه زهٔ تېرېږم،

خو تهٔ زما په څنګ يې نو نهٔ يريږم،

ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.

٥ تهٔ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډير خوراک ما له،

تهٔ مې سر په تيلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له،

تهٔ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.

بې شکه ستا نيکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره، ٦ زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسيږم د تل دپاره.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org