موندل

يوولسم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح اؤ دَ هغۀ دَ تکليفونو په حقله دَ يشعياه پيشن ګوئى

د يشعياه کتاب ٥٣

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړې دے؟ مالِک خُدائ خپل قوت په چا ظاهر کړې دے؟ ٢ د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوُونکې داسې وده وکړى لکه څنګه چې يو نرم تيغ په زمکه باندې جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړې وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړى وے. ٣ خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاو سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترينه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو. ٤ خو بې شکه چې، هغۀ زمونږ بيمارئ او کمزورئ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړې شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونه سزا يې ورکړه. ٥ خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼې کړې شو. چې کومه سزا ورکړې شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شوُو. ٦ مونږ ټول د ورکو ګډو په شان وُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى وُو. هر يو کس په خپله مخه باندې روان وو. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول. ٧ هغۀ باندې ظلم زياتے اوشو، خو هغۀ په خولهٔ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو واله په مخکښې خاموش وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله. ٨ هغه په دروغه باندې مجرم وګرزولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بې اولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړې شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو. ٩ د هغوئ اراده وه چې د بدعمله خلقو سره يې ښخ کړى، خو هغه د مالداره سړى په قبر کښې کېښودلے شو، خو هغۀ هيڅ جرم هم نۀ وو کړې او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو. ١٠ خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډير اولاد وى. هغه به يو اُوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى. ١١ کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوُونکے به ډير خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناه پورته کړى. ١٢ نو زۀ به هغۀ له د عزت مقام ورکړم، او زۀ به هغۀ له د جنګ د لوټ مال ورکړم، ځکه چې هغه فاتح دے. هغۀ خپل ځان مرګ ته حواله کړو او هغه په باغيانو کښې حساب کړې شو. د ډېرو خلقو ګناه يې واخستله او د بدعملو د ګناه معافى يې وغوښتله.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org