موندل

شلم سبق

کفاره: عيسىٰ مسيح دَ الله پاک دَ لار په حقله تعليم ورکړو

د لوقا کتاب ١٠: ٢٥ – ٣٧، ١٥: ١١ – ٣٢

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٢٥ په يوه موقعه يو دَ شرعے عالم راغے اَؤ په عيسىٰ ئے دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو، ”مالکه! زۀ داسے څۀ کار وکړم چه دَ تل ژوندُون وارث شم؟“

٢٦ عيسىٰ ورته ووئيل، ”په شريعت کښے ئے څۀ ليکلى دى؟ تۀ ئے څنګه لولے؟“

٢٧ هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دَ خپل خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ اَؤ پُوره په رُوح اؤ پُوره په طاقت اَؤ پُوره په عقل مينه لره“ اَؤ ”دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوه.“

٢٨ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”هم دغه صحيح جواب دے. دغه شان کوه نو ژوندے به اوسے.“

٢٩ خو هغۀ خپل ځان رښتُونے کولو، نو عيسىٰ ته ئے ووئيل، ”زما ګاونډى څوک دے؟“

٣٠ عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”يو سړے دَ بيتُ المُقدس نه يريحو ته روان وو چه په لارے ډاکوانو ګير کړو، جامے ئے ترے وويستے، وئے وهلو اَؤ مرګى حال ئے پريښودلو اَؤ ترے لاړل. ٣١ اِتفاقى يو کاهن په دغه لار تيريدو چه هغه ئے وليدو نو ډډه ئے ترے وکړه اَؤ داسے پرے تير شو. ٣٢ دغه شان يو ليوى هغه ځائے ته راغے اَؤ چه ئے وليدو نو ډډه ئے ترے وکړه اَؤ لاړو. ٣٣ خو يو سامرى مُسافر چه هغۀ ته راغے اَؤ چه هغه ئے وليدو نو زړۀ ئے پرے وسوزيدو. ٣٤ هغه ورغے، په هغه ئے پټئ ولګوله اَؤ په زخمونو ئے ورته تيل اَؤ شراب پورے کړل اَؤ بيا ئے په خپل څاروى سور کړو اَؤ يو سرائے ته ئے راوستو اَؤ هلته ئے دَ هغۀ خدمت وکړو. ٣٥ بله ورځ هغۀ دوه ديناره راوويستل، دَ سرائے مالِک ته ئے ورکړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه دَ دَۀ خدمت کوه اَؤ که نور خرڅ پرے راغے نو په واپسئ به ئے درکړم.

٣٦ ستا څۀ خيال دے چه په دے درے واړو کښے دَ هغه سړى کُوم چه دَ غلو په لاس کښے کښيوتے وو، ګاونډى څوک دے؟“

٣٧ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه څوک چا چه په هغۀ رحم وکړو.“

عيسىٰ ورته ووئيل، ”لاړ شه اَؤ دغسے کوه لکه چه هغۀ وکړل.“

١١ عيسىٰ بيا ووئيل چه ”دَ يو سړى دوه زامن وُو. ١٢ اَؤ کشر ئے خپل پلار ته ووئيل، پلاره! زما برخه جائيداد ما ته راوسپاره. نو پلار خپل جائيداد په هغو وويشلو. ١٣ لږه موده پس هغه کشر زوى ئے خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پيسے ئے پرے نغدے کړے اَؤ چرته لرے وطن ته لاړو اَؤ هلته ئے خپل مال په بد چلنئ دُوړه کړو، ١٤ اَؤ هر څۀ ئے ضائع کړل. کله چه په هغه وطن سخت قحط راغے اَؤ هغۀ ته ئے هم تاؤ ور ورسيدو، ١٥ نو هغه لاړو اَؤ دَ هغه ملک دَ يو زميندار سره نوکر شو اَؤ هغۀ هغه خپل پټى ته واستولو چه خنزيران وڅروى. ١٦ دَ هغۀ ډير زړۀ کيدو چه دَ هغه پلو نه ګيډه ډکه کړى کُوم چه به دے خنزيرانو خوړل خو هيچا هم هغۀ ته دا نۀ ورکول. ١٧ بيا هغه په هوش کښے شو اَؤ وئے وئيل، زما دَ پلار څومره نوکران دَ خپل ضرورت نه زياته ډوډئ لرى اَؤ زَۀ يم چه دلته دَ لوږے مرم! ١٨ زَۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چه پلاره! زَۀ هم دَ خُدائے اَؤ ستا په مخکښے ګُناه ګار يم. ١٩ نور زَۀ دَ دے قابل نۀ يم چه تۀ ما ته خپل زوئے ووائے، ما تۀ دَ خپلو نوکرانو په شان شماره. ٢٠ اَؤ په دے نيت هغه دَ خپل پلار کور ته روان شو.

خو لا هغه ډير لرے وو چه دَ پلار نظر پرے پريوتو اَؤ زړۀ ئے پرے وسوزيدلو. هغۀ وردؤ کړو اَؤ ور تر غاړه وتو اَؤ کښل ئے کړو. ٢١ خو زوى ووئيل، پلاره! زَۀ دَ خُدائے اَؤ ستا په مخکښے ګُناه ګار يم. پس دَ دے زَۀ ستا دَ زوى بللو لايق نۀ يم. ٢٢ خو پلار ئے خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ! زما غوره چُوغه راوړئ اَؤ دۀ ته ئے ورواغوندئ اَؤ ګوته ور په لاس کړئ اَؤ څپلئ ور په پښو کړئ. ٢٣ يو څورب سخے راولئ اَؤ حلال ئے کړئ اَؤ راځئ چه خوشحالى وکړُو! ٢٤ ځکه چه زما دا مړ زوئے بيا راژوندے شو، دَئے خو ورک شوے وو اَؤ بيا مُوندے شو. اَؤ دغه شان خوشحالى شروع شوه.

٢٥ مشر زوے ئے په دغه وخت کښے په پټى کښے وو اَؤ چه واپس راتلو اَؤ کور ته رانزدے شو نو هغۀ دَ ساز اَؤ ګډا آواز واؤريدلو. ٢٦ هغۀ يو نوکر راوبللو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه دا څۀ چل دے؟ ٢٧ نوکر ورته ووئيل، ستا ورور کورته راغلے دے اَؤ ستا پلار څورب سخے حلال کړے دے ځکه چه هغه ئے روغ رمټ بيا مُوندلے دے.

٢٨ خو مشر زوے غصه شو اَؤ کور ته دَ ننوتو نه ئے اِنکار وکړو. دَ هغۀ پلار بهر راغے اَؤ هغه ئے په خبره پوهه کړو. ٢٩ خو هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل، دا دومره کالُونه ما ستا څومره تابعدارى کړے ده اَؤ کله مے هم ستا دَ حُکم نه مخ نۀ دے اړولے اَؤ تا ما ته کله هم يو ورغُومے قدر نۀ دے راکړے چه ما پرے خپلو دوستانو ته ميلمستيا کړے وَئے! ٣٠ خو چه اوس ستا دا زوئے راغے چه ستا مال ئے په ډمو والوزوو نو تا هغۀ ته څورب سخے حلال کړو! ٣١ پلار ئے ووئيل، زما زويه! تۀ خو مُدام ما سره يئے اَؤ څۀ چه زما دى هغه ټول ستا دى. ٣٢ نو په دے ښۀ ورځ به مُونږ خوشحالى ولے نۀ کوُو؟ ستا دا ورور مړ وو اَؤ بيا راژوندے شو، دَئے ورک وو اَؤ بيا ومُوندے شو.“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org