لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ فريسيانو ته دا خبره معلُومه شوه چه عيسىٰ دَ يحيىٰ نه زيات مُريدان جوړوى اَؤ بپتسمه ورکوى. ٢ رښتيا خبره خو دا ده چه عيسىٰ په خپله نه بلکه مُريدانو به ئے بپتسمه ورکوله. ٣ کله چه عيسىٰ دَ دے نه خبر شو نو يهوديه ئے پريښودله اَؤ يو ځل بيا ګليل ته لاړو. ٤ هغۀ ته دَ سامريه نه تيريدل وُو،
٥ اَؤ هلته دَ سامريانو سوخار نومے ښار ته راغے. دا ځائے هغه مزکے ته نزدے وو چه يعقُوب خپل زوى يُوسف ته ورکړے وو ٦ اَؤ هغه چينه چه دَ يعقُوب کُوهے ورته وائى. دا دَ غرمے وخت وو چه عيسىٰ په سفر ستړے شوے وو اَؤ هغه دَ کُوهى سره کښيناستو.
٧ په دے مينځ کښے يوه سامرئ ښځه اوبو وړلو ته راغله. عيسىٰ هغے ته ووئيل چه ”ما له اوبۀ راکړه.“ ٨ مُريدان ئے دَ خوراک سامان آخستو دَ پاره ښار ته تلى وُو.
٩ سامرى ښځے ورته ووئيل چه ”تۀ يهودى زما غوندے سامرى ښځے نه اوبه څنګه غواړے؟“ دا خبره ياد لرل پکار دى چه يهوديان سامريانو سره خپل لوښى نۀ شريکوى.
١٠ عيسىٰ هغے ته جواب ورکړو چه ”که تۀ په دے خبر وَے چه دَ خُدائے بخښنه څۀ ده اَؤ تا نه چه څوک اوبۀ غواړى، دا دے څوک، نو تا به دَ هغۀ نه خواست کړے وو اَؤ هغۀ به تا ته دَ ژوندُون اوبۀ درکړے وے.“
١١ هغه ښځے ووئيل چه ”مالِکه! تا سره خو بوقه هم نِشته اَؤ دا کُوهے ژور دے، نو تۀ ما ته دَ ژوندون اوبۀ څنګه راکولے شے؟ ١٢ تۀ زمُونږ دَ نيکۀ يعقُوب نه لوئے سړے يئے څۀ، چا چه مُونږ له دا کُوهے راکړو اَؤ په خپله ئے اَؤ دَ هغۀ زامنو اَؤ دَ هغۀ څاروو دَ دے نه اوبۀ وڅښلے؟“
١٣ عيسىٰ ووئيل، ”هر هغه څوک چه دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. ١٤ خو کُومے اوبه چه زَۀ ورکوم دَ هغے دَ څښلو نه پس به څښُونکے هيڅکله هم بيا نۀ تږے کيږى. زَۀ چه کُومے اوبۀ ورکوم هغه به په هغۀ کښے دَ ننه يوه چينه شى چه هميشه به بهيږى اَؤ دَ تل ژوندُون به ورله ورکوى.“
١٥ ښځے ووئيل، ”مالِکه! هغه اوبۀ ما له راکړه نو زَۀ به هم بيا نۀ تږے کيږم اَؤ په دے لاره به بيا اوبو وړلو له نۀ راځم.“
١٦ عيسىٰ جواب ورکړو، ”کورته لاړه شه، خاوند دِ وبله اَؤ بيا راشه.“
١٧ هغے جواب ورکړو چه ”زما خاوند نِشته.“
عيسىٰ ووئيل، ”تۀ دا صحيح وايئے چه ستا خاوند نِشته، ١٨ سره دَ دے چه تا پينځۀ ميړُونه کړى وُو اَؤ اوس چه دَ کُوم سړى سره اوسے، هغه ستا خاوند نۀ دے.“
١٩ هغے جواب ورکړو، ”مالِکه! ما ته داسے ښکارى چه تۀ نبى يئے. ٢٠ زمُونږ نيکُونو په دے غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چه په کُوم ځائے کښے چه دَ خُدائے عبادت کول په کار دى هغه په بيتُ المُقدس کښے دے.“
٢١ عيسىٰ ووئيل، ”باور وکړه چه يو وخت داسے راتلُونکے دے چه نۀ خو به تاسو دَ آسمانى پلار عبادت په دے غر وکړئ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے. ٢٢ تاسو سامريان دَ هغه چا عبادت کوئ چه تاسو ئے نۀ پيژنئ، خو مُونږ دَ هغه چا عبادت کوُو چه مُونږ ئے پيژنُو، ځکه چه خلاصُون له يهوديانو نه دے. ٢٣ خو وخت راتلُونکے دے بلکه اوس هم دے چه رښتينى سجدے کوُونکى به آسمانى پلار ته په رُوح اَؤ په رښتيا سجدے وکړى اَؤ پلار هم دغه شان عبادت کوُونکى غواړى. ٢٤ خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“
٢٥ ښځے جواب ورکړو، ”زَۀ پوهيږم چه مسح کړے شوے، يعنے مسيح راتلُونکے دے. هر کله چه هغه راشى نو هغه به مُونږ ته هر څۀ وښائى.“
٢٦ عيسىٰ ورته ووئيل، ”هغه زَۀ يم، زَۀ چه تا سره خبرے کوم.“
٣٩ دَ هغه ښار ډير سامريان دَ هغے ښځے په دے ګواهئ راغلل چه ما کله هم چه څۀ کړى دى هغه ټول ئے ما ته ووئيل، اَؤ په عيسىٰ ئے ايمان راوړلو. ٤٠ کله چه دغه سامريان هغۀ له راغلل نو دا منت ئے ورته وکړو چه مُونږ سره پاتے شه، اَؤ هغه هلته دوه ورځے ايسار شو.
٤١ نور هم ګڼو کسانو دَ هغۀ دَ کلام په وجه په هغۀ ايمان راؤړو. ٤٢ اَؤ هغوئ هغه ښځے ته ووئيل چه ”دا تش ستا دَ هغے وينا په وجه نه دى چه مُونږ په دۀ ايمان راوړے دے بلکه مُونږ دَ هغۀ کلام په خپله واؤريدو اَؤ مُونږ په دے پوهه شوو چه دَئے په حقيقت کښے دَ دُنيا خلاصوُونکے دے.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org