لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ خبردار چه دَ خپلے ديندارئ نمائش دَ خلقو په مخکښے ونۀ کړئ. که تاسو داسے وکړئ نو ستاسو دَ آسمانى پلار سره هيڅ اَجر نشته.
٢ هر کله چه تاسو څۀ خيرات کوئ نو ډنډوره کوئ ئے مه، لکه څنګه چه ئے رياکاران په عبادت خانو اَؤ کُوڅو کښے کوى چه خلق ئے وستائى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره موندلے دے. ٣ نه! تاسو چه کله خيرات کوئ نو په داسے شان چه ګس لاس مو په دے خبر نۀ شى چه ستاسو ښئ لاس څۀ کوى. ٤ ستاسو نيکئ دِ خامخا په پړده کښے وى اَؤ ستاسو آسمانى پلار چه دا هر څۀ وينى چه تاسو ئے په پړده کښے کوئ، هغه به دَ دے بدل درکوى.
٥ بيا دا چه تاسو چه کله دُعا کوئ نو دَ رياکارانو په شان مه جوړيږئ! هغوئ دا ډيره خوښوى چه په عبادت خانو اَؤ چوکونو کښے دَ دُعا دَ پاره ودريږي چه هر څوک ئے ووينى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پوره ومُوندلو. ٦ کله چه تاسو دُعا کوئ نو خپلے کوټے ته ننوزئ، ور پورے کړئ اَؤ خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چه دَ پړدے په دغه ځائے کښے موجُود دے. اَؤ ستاسو آسمانى پلار څوک چه پټ رازُونه وينى، هغه به بدل درکوى. ٧ تاسو په دُعا کښے دَ نورو قومُونو په شان تکرار مه کوئ، دَ چا چه دا خيال دے چه دَ ډيرو وئيلو په وجه به دَ هغوئ واؤريدے شى. ٨ دَ هغو پيښے مه کوئ ستاسو آسمانى پلار ستاسو دَ غوښتو نه مخکښے ستاسو په حاجتُونو خبر دے. ٩ نو داسے دُعا کوئ:
اَے په آسمان کښے زمُونږ پلاره!
ستا نُوم دِ پاک وى.
١٠ ستا بادشاهئ دِ راشى.
ستا مرضى دِ په مزکه پُوره شى
څنګه چه په آسمان کښے پُوره کيږى.
١١ مُونږ ته نن خپل نننئ رزق راکړه.
١٢ زمونږ قُصُورونه معاف کړه
لکه څنګه چه مُونږ خپل قصُوروار معاف کړى دى.
١٣ اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه،
خو مُونږ له دَ بدئ نه امان راکړه.
ولے چه بادشاهئ اَؤ قدرت
اَؤ لوئى تر هميشه پورے ستا دى. آمين.
١٤ ځکه چه که تاسو دَ هغه چا قصُور معاف کړئ چا چه درسره بد کړى وى، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى. ١٥ خو که چرے تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو قصُورُونه به هم ستاسو آسمانى پلار معاف نۀ کړى.
١٦ اَؤ دا هم چه هر کله چه تاسو روژه نيسئ نو دَ رياکارانو په شان ځانُونه خفه مه ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخُونه ځکه ورانوى چه خلق ووائى چه ګنى دَ دوئ روژه ده. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره مُوندلے دے. ١٧ خو هر کله چه روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ اَؤ مخ وينځئ، ١٨ دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه ګنى ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چه په پړده کښے دے اَؤ ستا پلار چه په رازُونو آګاه دے، هغه به تا ته ستا اَجر درکړى.
١٩ په مزکه ځان ته خزانے مه جمع کوئ چرته چه هغه بزے وهى اَؤ زنګ کيږي اَؤ غلۀ ورپسے کنډر کوى اَؤ پټوى ئے. ٢٠ خپل ځان ته خزانے په آسمان کښے جمع کوئ چرته چه نۀ بزے شته اَؤ نۀ زنګ چه دا خرابے کړى، اَؤ نۀ غلۀ ورپسے کنډر وکړى اَؤ په غلا ئے يوسى. ٢١ ځکه چه چرته ستا خزانه وى هلته به دِ زړۀ وى.
٢٢ سترګے دَ وجُود ډيوے دى. که ستا سترګے جوړے وى نو ستا ټول وجُود به رڼا وى. ٢٣ که سترګے دِ خرابے وى نو ستا ټول وجُود به په تيارۀ کښے وى. پس کُومه رڼا چه په تا کښے ده، که هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئے تور تم دے!
٢٤ يو غُلام هم دَ دوؤ مالکانو خدمت نۀ شى کولے. يا خو به هغه دَ يو نه کرکه کوى اَؤ دَ بل سره مينه، اَؤ يا به هغه دَ يو وفادار وى اَؤ دَ بل به هيڅ خيال نۀ ساتى. تاسو دَ خدائے اَؤ دَ دولت دواړو يو ځائے خدمت نه شئ کولے.
٢٥ ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خپل ژوند دَ پاره دَ خوراک څښاک سودا پريږدئ اَؤ دَ ځان پټولو دَ پاره دَ جامو غم مه کوئ. آيا ژوند دَ خوراک څښاک نه اَؤ وجود دَ جامو نه افضل نۀ دے؟ ٢٦ دَ هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى اَؤ نۀ ئے خمبُو کښے جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. تاسو دَ مارغانو نه ډير غوره يئ! ٢٧ په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه په انديښنو خپل ژوند يو ساعت قدرے زيات کړى؟
٢٨ بيا دَ جامو انديښنے دَ څۀ دَ پاره؟ لږ فکر خو وکړئ چه سوسن څنګه په پټو کښے راټُوکيږي، هغوئ نۀ خو کار کوى اَؤ نۀ وريشى. ٢٩ خو بيا هم زَۀ تاسو ته دا وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ دوئ په شان جامے نۀ وے اغوستلے. ٣٠ که چرے خدائے هغه واښۀ چه نن شته اَؤ صبا په تنُور کښے سوزولے شى، هغو ته دا رنګ جامے اغوستولے شى، نو هغه به تاسو بے جامے ساتى څۀ؟ ستاسو عقيدے څومره کمزورے دى!
٣١ نو دا انديښنے مه کوئ چه څۀ به وخورُو يا څۀ به وڅښُو يا څۀ به اغُوندُو، ٣٢ په دے ټولو څيزونو پسے نور قومونه زغلى. ځکه چه ستاسو آسمانى پلار پوهيږي چه تاسو ته دَ هر څۀ حاجت دے. ٣٣ تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى. ٣٤ ځکه دَ صبا غم مۀ کوئ، صبا به خپل غم په خپله کوى. دَ نن دَ پاره نننے غم کافى دے.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org