موندل

درويشتم سبق

کفاره: عيسىٰ مسيح مړى راژوندى کړل

د يوحنا کتاب ١١: ١ – ٤٤

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ لعزر نُومے يو سړے ناجوړه وو. دَ هغۀ کور په بيت عيناه کښے وو کُوم چه دَ مريمے اَؤ دَ هغے دَ خور مرتا کلے وو. ٢ دا هغه مريم وه چه په مالِک ئے عطر اچولى وُو اَؤ دَ هغۀ پښے ئے په خپلو ويښتو وُچے کړے وے اَؤ ورور ئے لعزر ناجوړه وو. ٣ نو خويندو ئے عيسىٰ ته خبر ورواستولو چه مالِکه! تۀ په دے خبر يئے چه ستا خوږ آشنا بيمار پروت دے؟

٤ کله چه عيسىٰ دا واؤريدل نو وئے وئيل، ”دا ناروغتيا دَ مرګ نۀ ده، دا خو دَ خُدائے دَ جلال څرګندولو دَ پاره ده چه دَ خُدائے دَ زوى لوئى پرے ښکاره شى.“ ٥ عيسىٰ دَ مرتا، دَ هغے دَ خور اَؤ لعزر سره مينه لرله، ٦ خو چه دَ هغۀ دَ بيمارئ ئے واؤريدل نو عيسىٰ دوه ورځے نور هم په هغه ځائے کښے ايسار شو چرته چه هغه وو. ٧ دَ دے نه پس عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”ځئ چه يهوديه ته بيرته لاړ شُو.“

٨ مُريدانو ورته ووئيل چه ”اُستاذه! څۀ زيات وخت نۀ دے شوے چه يهوديانو ستا سنګسار کول غوښتل، نو تۀ بيا هلته ځے څۀ؟“

٩ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولے دَ ورځے دولس ګينټے نۀ دى څۀ؟ هر څوک چه دَ ورځے ګرزى تيندک نۀ خورى ځکه چه هغه دَ دے دُنيا رڼا وينى. ١٠ خو که هغه دَ شپے ګرزى نو ټکرے خورى ځکه چه رڼا په کښے نِشته.“ ١١ دَ دے وئيلو نه پس عيسىٰ ووئيل چه ”زمُونږ آشنا لعزر اُودۀ پروت دے خو زَۀ ورځم چه راويښ ئے کړم.“

١٢ مُريدانو ووئيل، ”مالِکه! که چرے هغه اُودۀ وى نو هغه به روغ شى.“

١٣ عيسىٰ دَ هغۀ دَ مرګ خبره کوله خو دَ هغوئ دا خيال وو چه ګنى دا دَ اُودۀ کيدو خبره کوى. ١٤ بيا عيسىٰ صفا ورته ووئيل، ”لعزر مړ دے. ١٥ دا ښه ده چه زَۀ هلته نۀ وم په دے چه تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چه هغۀ ته ورشُو.“

١٦ بيا توما چه برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مُريدانو ته ووئيل، ”راځئ چه مُونږ هم دَ هغۀ سره مړۀ شُو.“

١٧ هلته په رسيدو عيسىٰ خبر شو چه دَ لعزر دَ مرګ اَؤ په قبر کښے دَ کيښودو بيا څلور ورځے کيږى. ١٨ بيت عنياه دَ بيتُ المُقدس نه بس دوه ميله لرے وو. ١٩ اَؤ ډير يهوديان دَ مرتا اَؤ مريمے څخه دَ هغوئ دَ ورور غم رازئ ته راغلى وُو.

٢٠ کله چه مرتا دَ عيسىٰ دَ راتلو نه خبره شوه نو هغه سمدستى دَ هغۀ مخے له ورغله اَؤ مريمه په کور کښے پاتے شوه. ٢١ مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه! که تۀ دلته وَئے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو. ٢٢ اَؤ زَۀ اوس هم په دے پوهيږم چه که تۀ دَ خُدائے نه هر څۀ وغواړے نو خُدائے به ئے درکړى.“

٢٣ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ستا ورور به بيا ژوندے شى.“

٢٤ مرتا هغۀ ته ووئيل، ”ما ته پته ده چه هغه به بيا ژوندے شى خو دَ قيامت په ورځ.“

٢٥ عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندے وى ٢٦ اَؤ که څوک چه ژوندے دے اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى. آيا ستاسو په دے ايمان دے څۀ؟“

٢٧ هغے ووئيل، ”مالِکه! زما ايمان دے، هم تۀ مسيح يئے، دَ خُدائے زوئے څوک چه دُنيا ته راتلُونکے وو.“

٢٨ دے وئيلو سره مرتا لاړه چه خپله خور مريم راوبولى اَؤ دَ هغے په څنګ کښے ودريده اَؤ په پټه سره ئے ورته ووئيل ”مالِک دلته دے اَؤ هغه تا غواړى.“ ٢٩ کله چه مريم دا واؤريدل نو سمدستى پاڅيده اَؤ عيسىٰ له ورغله. ٣٠ خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رسيدلے اَؤ لا په هغه ځائے وو په کُوم ځائے کښے چه مرتا هغه ليدلے وو. ٣١ کُوم يهوديان چه دَ مريم سره غم رازئ له راغلى وُو کله چه هغوئ هغه له کوره په روانيدو وليده نو په هغے پسے روان شول ځکه چه هغوئ دا ګڼل چه هغه قبر له روانه ده چه پرے وژاړى.

٣٢ نو مريم هغه ځائے له لاړه چرته چه عيسىٰ وو اَؤ کله چه ئے هغه وليدلو نو دَ هغۀ په پښو پريوته اَؤ وئے وئيل، ”اَئے مالِکه! که چرے تۀ دلته وَئے نو زما ورور به نۀ وو مړ شوے.“

٣٣ کله چه عيسىٰ هغه په ژړا وليده اَؤ ورسره ئے هغه يهوديان ملګرى هم وليدل چه ژاړى نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو اَؤ ډير زهيرشو. ٣٤ هغۀ تپوس وکړو چه ”هغه تاسو کُوم ځائے ښخ کړے دے؟“

هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه! راشه وئے ګوره.“

٣٥ عيسىٰ په ژړا شو. ٣٦ يهوديانو ووئيل چه ”دَ هغۀ به دَ دۀ سره څومره مينه وه.“ ٣٧ خو په هغوئ کښے ځنو ووئيل چه ”آيا دے سړى چا چه دَ هغه ړُوند سړى سترګے بينا کړے وے دا نۀ شُو کولے چه لعزر ئے دَ مرګ نه بچ کړے وے؟“

٣٨ عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، بيا هغه قبر له راغے. دا يو غار وو چه ګټه ورته اړمه کړے شوے وه. ٣٩ عيسىٰ ووئيل، ”دا ګټه لرے کړئ.“

مرتا، دَ مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! اوس خو به دَ هغۀ نه بوئى روان شوے وى. دَ هغۀ خو دلته څلور ورځے شوے دى.“

٤٠ عيسىٰ ووئيل، ”آيا ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چه که چرے تاسو ايمان لرئ نو تاسو به دَ خُدائے جلال ووينئ؟“ ٤١ نو هغوئ ګټه لرے کړه. بيا عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! زَۀ ستا شکر کوم چه تا زما واؤريدل. ٤٢ ما ته دا دَ آګاهو نه معلُومه وه چه تۀ تل زما آؤرے خو ما دَ دے حاضرو خلقو دَ پاره سوال وکړو چه دَ دوئ دا باور وشى چه زَۀ تا را استولے يم.“ ٤٣ بيا هغۀ په اُوچت آواز ووئيل، ”لعزر! راوزه!“ ٤٤ نو مړ سړے بهر راووتو، دَ هغۀ لاس اَؤ پښے په کفن کښے تړلى شوى وُو اَؤ مخ ئے په ټُوکى کښے نغښتے وو. عيسىٰ ووئيل، ”دا راخلاص کړئ اَؤ پرے ئے ږدئ چه ځى.“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org