لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٢٠ بيا دَ زبدى دَ زامنو مور دَ خپلو زامنو سره ورغله، په سجده ورته پريوته اَؤ سوال ئے ورته وکړو.
٢١ عيسىٰ ورته ووئيل، ”تۀ څۀ غواړے؟“ هغے ورته ووئيل چه ”زَۀ دا غواړم چه ستا په بادشاهئ کښے دِ زما دواړه زامن ستا په څنګ کښے ناست وى، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته“ ٢٢ عيسىٰ هغه ورُوڼو ته مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُوم دَ مُصيبتونو کنډول چه زَۀ ئے څښُونکے يم آيا تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”هو، مُونږ ئے څښے شُو.“ ٢٣ بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو به بے شکه زما کنډول وڅښئ خو دا زما په اِختيار کښے نۀ دے چه څوک خپل ښى اَؤ ګس لاس ته کښينوم، دا دَ هغه چا په برخه دى چه زما پلار ورته مقرر کړى دى.“
٢٤ کله چه هغه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ هغه دوؤ ورُوڼو نه خفه شول. ٢٥ نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو ته پته ده چه په دُنيا کښے دَ غيرو قومونو حاکمان دوئ دَ خپل قابو لاندے ساتى اَؤ دَ هغوئ اميران پرے زور ښئى. ٢٦ خو په تاسو کښے دِ داسے نۀ وى. په تاسو کښے چه څوک لوۓ کیدل غواړی هغه دِ ستاسو خادم شی ٢٧ هر هغه څوک چه په تاسو کښے دَ ټولو نه وړُومبے کيدل غواړى هغه دِ په خپله خوښه دَ ټولو غلام شى. ٢٨ لکه چه اِبن آدم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه دَ هغۀ خدمت دِ وکړے شى بلکه دَ نورو خدمت دِ وکړى اَؤ خپل ژوند دِ دَ ډيرو دَ پاره قُربان کړى.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org