موندل

اووۀ ويشتم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح په صليب کيدل

د لوقا کتاب ٢٣: ٣٢ – ٥٦

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٣٢ دَ عيسىٰ سره دوه بدمعاشان هم وُو څوک چه په سولئ کولو ته بوتلے شول. ٣٣ اَؤ کله چه هغوئ کپرئ نومے ځائے ته ورسيدل نو هغه ئے هلته په سولئ کړو اَؤ بدمعاشان هم ورسره چه يو ئے ښى لاس اَؤ بل ئے په ګس لاس وو. ٣٤ عيسىٰ ووئيل، ”پلاره! دوئ معاف کړه! ځکه چه هغوئ نۀ پوهيږى چه څۀ کوى.“

هغوئ دَ عيسىٰ جامے په خپلو کښے په خسڼى وويشلے. ٣٥ اَؤ خلق ئے تماشے ته ولاړ وُو اَؤ دَ هغوئ حاکمانو په هغۀ پورے ټوقے کولے، ”هغۀ نور خلق بچ کول، اوس دِ ځان بچ کړى که چرے په رښتيا دَ خُدائے غوره شوے مسيح وى!“

٣٦ سپاهيان هم په دے ټوقو کښے ورسره ملګرى شول اَؤ رامخکښے شول اَؤ هغۀ له ئے سرکه ورکړه. ٣٧ اَؤ وئے وئيل، ”که چرے تۀ دَ يهُوديانو بادشاه يئے نو خپل ځان بچ کړه!“

٣٨ اَؤ دَ هغۀ دَ سر دَ پاسه يوه تختئ وه چه پرے ليکلى وُو چه ”دا دَ يهُوديانو بادشاه دے.“

٣٩ دَ بدمعاشانو نه يو چه هلته ځوړند وو عيسىٰ ته پيغور ورکړو، ”ولے تۀ مسيح نۀ يئے څۀ؟ نو بيا خپل ځان اَؤ مُونږ هم بچ کړه!“

٤٠ خو دويم هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے نه نۀ ويريږے څۀ؟ تا ته هم دَ دَۀ په شان سزا درکړے کيږى. ٤١ زمُونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مُونږ خو دَ خپل عمل بدل بيا مُوندو، ولے دے سړى خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“ ٤٢ اَؤ هغۀ ووئيل، ”اَئے عيسىٰ! هر کله چه تۀ خپلے بادشاهئ ته راشے نو ما ياد کړه!“

٤٣ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تا ته دا رښتيا وايم چه تۀ به نن ما سره په جنت کښے يئے.“

٤٤ قريبًا دَ غرمے وخت وو اَؤ په ټول ملک کښے تيارۀ شوه اَؤ دَ ماسپښين تر دريو بجو پورے وه. ٤٥ نمر پټ شو اَؤ دَ خُدائے دَ کور پړده په مينځ دوه ټوټے شوه. ٤٦ نو بيا عيسىٰ يوه اُوچته چغه وويسته اَؤ وئے وئيل، ”اَئے پلاره! زَۀ خپل رُوح ستا په لاس کښے سپارم!“ اَؤ دَ دے وينا سره ئے ساه ورکړه.

٤٧ اَؤ صوبه دار دا هر څۀ وليدل اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے بيان کړه. هغۀ ووئيل چه ”بے شکه چه دا سړے صادِق وو!“

٤٨ خو هغه ټولو خلقو چه تماشے ته راغونډ شوى وُو چه هغوئ دا واقعه وليده نو سينے ئے ووهلے اَؤ کورُونو ته بيرته لاړل. ٤٩ دَ عيسىٰ ټول واقفان لرے ولاړ وُو اَؤ کُومے ښځے چه دَ ګليل نه ورپسے راغلے وے، هغه هم ولاړے وے اَؤ دا هر څۀ ئے وليدل.

٥٠ هلته يُوسف نومے يو سړے وو چه دَ جرګے ممبر هم وو، يو نيک اَؤ صادِق سړے وو. ٥١ هغه دَ هغوئ په دے عمل اَؤ په صلاح کښے ورسره مُتفق نۀ وو. هغه دَ يهُوديانو دَ اريمتيه دَ ښار نه وو اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په انِتظار وو. ٥٢ نو دا سړے پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو. ٥٣ دَ سولئ نه ئے راکُوز کړو اَؤ په مهينه لټه کښے ئے ونغښتو اَؤ په ګټ کښے ئے په کنستى شوى قبر کښے کيښودو چه دَ دے نه وړاندے په کښے بل څوک نۀ وو کيښودے شوے. ٥٤ دا دَ جُمعے ورځ وه اَؤ دَ سبت ورځ شروع کيده.

٥٥ کُومے ښځے چه ورسره دَ ګليل نه راغلے وے هغوئ ورپسے وے اَؤ هغوئ قبر په نخښه کړو اَؤ دا ئے کتل چه دَ عيسىٰ لاش څنګه کيښودے شوے وو. ٥٦ بيا هغوئ کور ته لاړلے اَؤ عُود اَؤ لُوبان ئے تيار کړل اَؤ دَ شريعت په مُطابق ئے دَ سبت په ورځ آرام وکړو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org