موندل

اتۀ ويشتم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح په مرګ باندې فتح موندل

د لوقا کتاب ٢٤: ١ – ٣٥

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ خو دَ اِتوار په ورځ سحر وختى ښځے قبر ته راغلے اَؤ هغه تيارے کړے خُوشبوئ ئے دَ ځان سره راؤړے. ٢ اَؤ دَ قبر نه ئے کاڼے رغړيدلے وليدو. ٣ هغوئ دَ ننه ورغلے خو دَ مالِک عيسىٰ لاش ئے هلته ونۀ مُوندلو. ٤ دوئ لا په دے واقعه حيرانے ولاړے وے چه ناڅاپى دوه سړى په بريښناکو جامو کښے دَ هغوئ خوا کښے ولاړ وُو. ٥ هغوئ وويريدلے اَؤ خپل سرُونه ئے مزکے ته ټيټ کړل خو هغوئ ورته ووئيل چه ”ژوندے په مړو کښے څله لټوئ؟ ٦ هغه دلته نِشته، هغه پاڅيدلے دے. تاسو رايادے کړئ هغه خبرے چه په ګليل کښے ئے درته کړے وے ٧ چه اِبن آدم په څنګه دَ ګُناه ګارو سړو په لاس حواله کيږى اَؤ په سولئ به شى اَؤ په دريمه ورځ به ژوندے پاڅى.“

٨ بيا هغوئ ته دَ عيسىٰ خبرے وريادے شوے، ٩ اَؤ دَ قبر نه په واپسئ ئے دا ټولے خبرے هغه يوولسو مُريدانو اَؤ نورو ټولو خلقو ته واؤرولے. ١٠ هغه ښځے مريم مګدلينى، يوانه اَؤ دِ يعقُوب مور مريم وے اَؤ دوئ دَ هغه نورو ښځو سره رسُولانو ته دا خبرے وکړلے. ١١ خو دا خبرے هغوئ ته عبث ښکاره شوے اَؤ هغوئ پرے باور ونۀ کړو. ١٢ خو پطروس پاڅيدلو اَؤ قبر ته ئے په منډه لاړو اَؤ چه ټيټ شو اَؤ دَننه ئے وکتل نو دَ تش کفن نه سيوا ئے نور هيڅ ونۀ ليدل اَؤ هغه په دے شوى کار اريان دريان کور ته لاړو.

١٣ هم په هغه ورځ اِماؤس نومے کلى ته دَ دوئ نه دوه کسان روان وُو چه دَ بيتُ المُقدس نه خوا اَؤ شا اَووۀ ميله لرے دے. ١٤ اَؤ په خپلو کښے ئے په دے واقعاتو خبرے کولے. ١٥ اَؤ هغوئ دَ يو بل سره په دے بحث کښے لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغے اَؤ دَ هغوئ سره ملګرے شو. ١٦ خو دَ هغوئ سترګے بندے کړے شوے وے چه هغه ونۀ پيژنى. ١٧ هغۀ له هغوئ نه تپوس وکړو چه ”دا تاسو په تلو تلو کښے په څۀ بحث کولو؟“

هغوئ غم زپلى ودريدل. ١٨ نو کليوپاس نومے سړى ورته جواب ورکړو، ”ولے تۀ په بيتُ المُقدس کښے يکى يو مُسافر يئے چه دَ دے واقعے نه خبر نۀ ئے چه په تيرو څو ورځو کښے هلته څۀ شوى دى؟“

١٩ هغۀ ورته ووئيل چه ”څۀ شوى دى؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ عيسىٰ ناصرى په حقله چه دَ خُدائے په وړاندے په کلام اَؤ عمل دواړو کښے يو زورَور نبى وو. ٢٠ اَؤ زمُونږ مشرانو کاهنانو اَؤ حاکمانو اَؤ ټولو خلقو هغه حواله کړو چه دَ مرګ حُکم پرے وشى اَؤ په سولئ ئے کړو. ٢١ خو زمُونږ دا طمع وه چه هم دا سړے به بنى اِسرائيل خلاص کړى! خو يوه غټه خبره په کښے دا وشوه چه نن دريمه ورځ ده چه دا واقعه شوے ده. ٢٢ اَؤ اوس زمُونږ دَ ډلے يو څو ښځو مُونږ په دے خبره حق حيران کړُو چه سحر وختى دَ هغۀ قبر ته تلے وے. ٢٣ خو دَ هغۀ لاش ئے ونۀ مُوندو اَؤ دَ دے خبر سره بيرته راغلے چه هغو ته فرښتے ښکاره شوے اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغه خو ژوندے دے. ٢٤ نو زمُونږ يو څو کسان قبر ته لاړل اَؤ څۀ چه هغه ښځو وئيلى وُو هغه شان ئے وليدل خو هغه ئے ونۀ مُوندو.“

٢٥ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ناپوهه خلقو اَؤ دَ نبيانو په ټولو خبرو ايمان راوړلو ناراسته زړُونو! ٢٦ ولے دَ مسيح دَ پاره دا مُقرر نۀ وُو چه هغه به دا زحمتُونه وزغمى اَؤ په خپل جلال کښے به داخل شى؟“ ٢٧ بيا عيسىٰ له مُوسىٰ نه اَؤ له ټولو نبيانو نه هغه خبره واخسته چه څومره خبرے دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے راغلے دى اَؤ هغوئ ته ئے بيان کړه.

٢٨ په دے وخت کښے هغوئ چه کُوم کلى ته تلل، هغۀ ته نزدے وُو اَؤ عيسىٰ لا په مخه روان وو. ٢٩ خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چه ”مُونږ سره پاتے شه ځکه چه ماښام کيدُونکے دے اَؤ ورځ په تيريدو ده.“ نو هغه دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغوئ سره پاتے شو. ٣٠ اَؤ کله چه هغه دَ هغوئ سره خوراک ته کښيناستو نو ډوډئ ئے راواخستله، شکر ئے پرے وويستو، ټُکړے ئے کړه اَؤ هغوئ ته ئے ورکړه. ٣١ بيا دَ هغوئ سترګے وغړيدے اَؤ هغه ئے وپيژندلو خو هغه دَ هغوئ دَ نظر نه غائب شو. ٣٢ هغوئ يو بل ته ووئيل، ”کله چه په لاره هغۀ زمُونږ سره خبرے کولے اَؤ دَ صحيفو تشريح ئے کوله نو څنګه زمُونږ زړُونه دَ جوشه ډک شوى وُو!“

٣٣ بيا هغوئ هغه ساعت پاڅيدل اَؤ بيرته بيتُ المُقدس ته روان شول. هلته هغوئ هغه يوولس مُريدان اَؤ نور ملګرى چه راټول وُو، وليدل. ٣٤ اَؤ وئيل ئے، ”دا رښتيا دى چه مالِک پاڅيدلے دے اَؤ شمعُون ته ښکاره شوے دے!“

٣٥ نو بيا هغوئ ورته دَ خپلے لارے قيصه تيره کړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغوئ څنګه مالِک دَ ډوډئ ماتولو په وخت وپيژندلو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org