موندل

ديرشم سبق

خُلاصه: آيا تاسو دَ الله پاک په لار باندې تلل غواړئ؟

د يوحنا کتاب ٣: ١ – ٢١، د متى کتاب ٧: ١٣ – ١٤

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ په فريسيانو کښے نيکوديموس نومے يو سړے وو چه دَ يهوديانو دَ جرګے غړے وو. ٢ هغه عيسىٰ له دَ شپے راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ ته معلومه ده چه تۀ دَ خُدائے راليږلے اُستاذ يئے. هيڅوک هم دا نخښے چه تۀ ښکاره کوے، نۀ شى ښودلے اَؤ که خُدائے ورسره نۀ وى.“

٣ عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا رښتيا درته وايم، تر څو چه سړے بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ شى.“

٤ نيکوديموس ووئيل، ”نو بيا دا څنګه مُمکنه ده چه يو سړے چه بُوډا وى نو هغه به بيا څنګه پيدا شى؟ آيا هغه په دويم ځل دَ مور ګيډے ته ورننوتے شى څۀ، چه بيا پيدا شى؟“

٥ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ درته رښتيا وايم چه يو سړے به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تر هغے داخل نۀ شى تر څو چه هغه دَ اوبو اَؤ رُوحُ القُدس نه پيدا نۀ شى. ٦ چه دَ اِنسان نه پيدا کيږى هغه جسم دے خو چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا کيږى هغه رُوح دے. ٧ نو چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو له بيا پيدا کيدل په کار دى نو په دے حيرانيږئ مه. ٨ هوا ديخوا اخوا الوزى. تۀ دَ دے آواز خو آؤرے خو دا درته نۀ معلُوميږى چه دا دَ کُومے راځى اَؤ چرته ځى. دغه حال دَ هر هغه چا دے څوک چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا شوى دى.“

٩ نيکوديموس بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه مُمکنه ده؟“

١٠ عيسىٰ ووئيل، ”تۀ دَ يهوديانو اُستاذ يئے اَؤ دَ دے نه ناخبره يئے؟ ١١ زَۀ درته رښتيا رښتيا وايم چه مُونږ هغه څۀ وايو چه څۀ راته معلُوم دى اَؤ دَ هغۀ شهادت کوُو چه څۀ مو ليدلى دى خو بيا هم تاسو زمُونږ شهادت نۀ منئ. ١٢ که چرے تاسو زما دَ مزکے په حقله خبرے نۀ منئ، نو که زَۀ درته دَ آسمان خبرے ووايم نو تاسو به ئے څنګه ومنئ؟ ١٣ هيڅوک هم چرے آسمان ته نۀ دے ختلے بے دَ هغۀ نه چه دَ آسمان نه راکُوز شوے دے، يعنے اِبن آدم چه دَ آسمان نه دے.

١٤ لکه څنګه چه مُوسىٰ په بيابان کښے مار په لوړه خيژولے وو دغسے به اِبن آدم هم وخيژولے شى، ١٥ دَ پاره دَ دے چه هر څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى نو هغه به هم په هغۀ کښے دَ تل ژوند ومُومى. ١٦ خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ١٧ خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.

١٨ څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ١٩ اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ٢٠ بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ٢١ هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“

١٣ په تنګه دروازه ننوزئ ځکه چه دَ تباهئ دروازه اَرته ده، لاره ئے ښه پلنه ده اَؤ ډير په دغه لاره ځى. ١٤ خو کُومه دروازه چه دَ ژوند په لورى ده هغه ورکوټے ده اَؤ لاره ئے تنګه ده اَؤ دَ دے موُندُونکى هم لږ دى.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org