موندل

يوکم ديرشم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح څرګنديدل اؤ آسمان ته تلل

د لوقا کتاب ٢٤: ٣٦ – ٥٣

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٣٦ کله چه مُريدان په دے خبرو لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”السلام عليکم.“

٣٧ هغوئ ويرے اَؤ هيبت واخستل اَؤ دا ګمان ئے کاوو چه ګنى پيرے دے. ٣٨ خو هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو داسے وار خطا ولے يئ اَؤ ستاسو په زړُونو کښے دا قِسم قِسم وسوسے ولے پيدا کيږى؟ ٣٩ زما لاسُونو اَؤ پښو ته وګورئ چه دا زَۀ يم. ما له لاس راوړئ اَؤ وګورئ، دَ پيرى غوښه اَؤ هډُوکى نۀ وى لکه چه تاسو وينئ چه زَۀ ئے لرم.“

٤٠ دَ دے وينا نه پس ئے خپل لاسُونه اَؤ پښے هغوئ ته وښودل. ٤١ دَ هغوئ اوس هم دَ خوشحالئ په وجه باور نۀ کيدو اَؤ لا حيران وُو، نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”ستاسو سره دلته دَ خوراک دَ پاره څۀ شته که نه؟“ ٤٢ نو هغوئ ورله دَ ماهى يوه ټکړه ورکړه چه هغوئ وريته کړے وه. ٤٣ هغۀ واخسته اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے وخوړله.

٤٤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دا زما هغه کلام دے چه کله زَۀ ستاسو سره وم نو درته به مے وئيل چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے دَ نبيانو په صحيفو کښے اَؤ په زبُور کښے هر څۀ چه زما په حقله ليکلى شوى دى، هغه به ضرُور پُوره کيږى.“

٤٥ بيا هغۀ دَ هغوئ عقل روښانه کړو چه په صحيفو پوهه شى. ٤٦ هغۀ ووئيل چه ”دا ليکلى شوى دى چه مسيح به زحمت وزغمى اَؤ په دريمه ورځ به له مړو نه بيا ژوندے پاڅى. ٤٧ اَؤ دَ هغۀ په نامه به ټولو قومُونو ته دَ ګُناهونو نه دَ توبے اَؤ دَ معافئ وعظ کولے شى. تاسو دَ بيتُ المُقدس نه شروع شئ. ٤٨ هم تاسو دَ دے هر څۀ ګواهان يئ. ٤٩ اَؤ دا ګورئ، زَۀ تاسو ته دَ خپل پلار کړے لوظ دراستوم، دلته په دے ښار کښے تر هغے پاتے شئ تر څو چه په تاسو آسمانى قُوت نازل شى.“

٥٠ بيا عيسىٰ هغوئ بهر دَ بيت عنياه پورے بوتلل اَؤ لاسُونه ئے اُوچت کړل اَؤ هغوئ له ئے برکت ورکړو. ٥١ اَؤ داسے وشُو چه په برکت ورکولو هغه دَ هغوئ نه جُدا شو اَؤ آسمان ته پورته کړے شو. ٥٢ هغوئ ورته سجده وکړله اَؤ ډير په خوشحالئ بيتُ المُقدس ته واپس شول. ٥٣ اَؤ خپل ټول وخت ئے دَ خُدائے په کور کښے دَ خُدائے په ثنا وئيلو کښے تيرولو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org