موندل

اتم سبق

کفاره: دَ حضرت موسىٰ په وسيله لس حکمونه

د هجرت کتاب ٢۰: ١ – ٢۱

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ بيا خُدائ پاک کلام وکړو او هغه ټولې خبرې دا دى: ٢ ”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو. ٣ زما نه بغېر د نورو معبودانو عِبادت مۀ کوئ. ٤ د خپلو ځانونو دپاره بُتان مۀ جوړوئ، د داسې يو څيز په شکل هم نه چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا په زمکه وى يا که هغه د زمکې لاندې په اوبو کښې وى. ٥ يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نه يې عِبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غيرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د دريم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى. ٦ خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى. ٧ زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ اِستعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌فائدى اخلى. ٨ د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ. ٩ په شپږو ورځو کښې تاسو خپل کار روزګار کوئ، ١٠ خو اوومه ورځ د آرام ورځ ده چې ما ته وقف ده. په هغه ورځ به هيڅ څوک کار روزګار نۀ کوى، نه تاسو، نه ستاسو بچى، نه ستاسو غلامان، نه ستاسو څاروى او نه هغه مسافر کوم چې ستاسو سره اوسېږى. ١١ په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل، خو په اوومه ورځ ما آرام وکړو. نو دا ځکه ما مالِک خُدائ د سبت ورځې له برکت ورکړو او مقدسه مې کړه. ١٢ د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم. ١٣ قتل مۀ کوئ. ١٤ زنا مۀ کوئ. ١٥ غلا مۀ کوئ. ١٦ د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ. ١٧ د خپل ګاونډى د کور خواهِش مۀ کوئ، د هغۀ د ښځې، د هغۀ د نوکرانو، د هغۀ د څاروو، خرونو او د هغه يو شى خواهِش هم مۀ کوئ کوم چې ستاسو د ګاونډى وى.“

١٨ چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل. ١٩ هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”که تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو که خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړې نو مونږ يرېږُو چې مړۀ به شو.“ ٢٠ موسىٰ ورته ووئيل، ”يرېږئ مه، خُدائ پاک خو صِرف دې له راغلے دے چې تاسو وآزمائ او خپله يره ستاسو په زړونو کښې واچوى چې تاسو ګناه نۀ کوئ.“ ٢١ خو خلق هم هغه شان لرې ولاړ وُو او صِرف موسىٰ هغه تکې تورې تيارې له نزدې ورَغلو چرته چې خُدائ پاک وو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org