موندل

اووم سبق

کفاره: دَ فسح وعده

د هجرت کتاب ١٢: ١ – ٢٨

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته ووئيل: ٢ ”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى. ٣ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ: د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپلې کورنۍ دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى. ٤ او کۀ چرې د چا په کورنۍ کښې د ټول څاروى خوړولو والا کسان کم وى، نو هغه دې د خپل ګاونډى سره چې د هغۀ د کور په خوا کښې اوسېږى، په شريکه د کسانو د شمېر په مطابق ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى او هر يو کس ته دې د خوراک په مطابق حِصه مِلاو شى. ٥ تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ٦ نو د دې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام، د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى. ٧ خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټُونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى د کورونو په هغه چوکاټُونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى. ٨ په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى. ٩ د دې څاروى نه څۀ کچه او يا يشېدلې څيز مۀ خورئ، بلکه دا ټول وريت کړئ او سره د سر، پښو او دنننى ټولو اندامونه يې وخورئ. ١٠ تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو که پاتې شى نو هغه وسوزوئ. ١١ دا به تاسو زر زر خورئ، ځکه چې تاسو به د سفر دپاره ملا تړئ، ستاسو په پښو به پېزار وى او ستاسو په لاسونو کښې به امساګانې وى. دا زما يعنې د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر دے. ١٢ په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم. ١٣ په چوکاټُونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم. ١٤ تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ دريادېږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دا اختر په راتلونکى وختُونو کښې همېشه دپاره کوئ.“

١٥ مالِک خُدائ ووئيل، ”تاسو به اووۀ ورځې خمبيره شوې پخه روټۍ نۀ خورئ صِرف پتيره روټۍ به خورئ. په وړومبۍ ورځ به تاسو د خپلو کورونو نه ټوله خمبيره لرې کړئ، ځکه چې که په دې اووۀ ورځو کښې څوک خمبيره شوې پخه روټۍ وخورى، نو هغه کس به د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے. ١٦ په وړومبۍ ورځ او بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عِبادت دپاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان دپاره صِرف خوراک تيارولے شئ. ١٧ د پتيرې روټۍ اختر کوئ، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې ما تاسو د مِصر نه قبيله په قبيله راوويستلئ. تاسو به په راتلونکى وختُونو کښې همېشه په دې ورځ اختر کوئ. ١٨ د وړومبۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د ماښام نه واخله د يويشتمې ورځې تر ماښامه پورې، خمبيره شوې روټۍ مۀ خورئ. ١٩-٢٠ چې اووۀ ورځې ستاسو په کورونو کښې خمبيره پېدا نۀ شى، که څوک هم خمبيره روټۍ وخورى که هغه د دې مُلک وى يا مسافر وى، نو هغه کس به نور د بنى اِسرائيلو نه نۀ شى ګڼلے.“

٢١ موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې ووئيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو کورنۍ د فسحې اختر وکړى. ٢٢ د وېلنى يوه ګېډۍ راواخلئ، دا د وينې په لوښى کښې ډُوبه کړئ او دا وينه د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټُونو او په پاسنو درشلو باندې ولګوئ. په تاسو کښې دې يو کس هم د خپل کور نه تر سحره پورې نۀ وځى. ٢٣ چې کله مالِک خُدائ د مِصر نه تېرېږى او مِصريان هلاکوى، نو هغه به د دروازو په چوکاټُونو او پاسنو درشلو باندې هغه وينه وګورى او د مرګ فرِښته به ستاسو کورونو ته پرې نۀ ږدى چې راننوځى او تاسو ووژنى. ٢٤ تاسو او ستاسو اولاد به خامخا همېشه دپاره دا اصُول منئ. ٢٥ چې کله تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ د هغې درکولو وعده کړې ده، نو تاسو دا اختر هر کال کوئ. ٢٦ چې ستاسو اولاد ستاسو نه تپوس کوى چې د دې اختر څۀ مطلب دے؟ ٢٧ تاسو به ورته وايئ چې دا د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر قربانى ده، ځکه چې هغه په مِصر کښې د بنى اِسرائيلو د کورونو دپاسه تېر شو. هغۀ مِصريان هلاک کړل، خو مونږ يې بچ کړُو.“ بنى اِسرائيلو خپل سرونه ټيټ کړل او د مالِک خُدائ عِبادت يې وکړو. ٢٨ بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org