لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
1 چا باور کړی دی زمونږ پیغام باندې؟
ښکاره شوی چاته د څښتن قوي لاس؟
2 داسې لوی شو د څښتن په مخکې
خدمتګار د هغه
لکه تنکي نیالګي په شان
چې ریښې نیسي په وچه ځمکه کې
نه درلودله هغه داسې ښکلا یا ښایست
چې زمونږ پام یې اړولی وای خپل ځان ته
هغه کې نه ؤ داسې جالب شی
چې لېوال شوي وای مونږ ورته
3 خلکو کتل هغه ته په سپکه سترګه
او هغه یې رد کړ
هغه وزغمل دردونه او کړاوونه
حتی هر چا مخ اړوه له هغه
خلکو کتل هغه ته په سپکه سترګه
نه ورکاوه مونږه هغه ته ارزښت
4 بې له شکه هغه وزغمل زمونږ کړاوونه
او خپلو اوږو باندې یې یووړل زمونږ دردونه
هغه دردونه چې هغه وزغمل باید زغملي وای مونږ
خو مونږ فکر کاوه چې یوه سزا ده دا دردونه
چې راغلي په هغه باندې د خدای له خوا نه
5 خو هغه ټپي ټپي شو زمونږ د ګناهونو په خاطر
هغه ووهل شو زمونږ د بدو کارونو په خاطر
د هغې سزا په خاطر چې هغه وزغمله
را په برخه شوله مونږ ته ارامي
د هغه د ټپونو نه مونږ وموندله روغتیا
6 مونږ ټول وو لکه ورکو پسونو په شان
هر یو روان ؤ سرګردان په خپله لاره
خو څښتن کېښودله زمونږ ټوله ګناه
د هغه په اوږو باندې
7 په هغه ظلم وشو خو ویې زغملو په عاجزۍ سره
هغه هېڅ ونه ویل
لکه څوک چې وړي وری حلالولو ته
لکه څنګه چې وي غلی پسه د سکولوونکو مخکې
هغه هېڅ ونه ویل
8 هغه ونیول شو او په مرګ محکوم شو
او یووړل شو اعدام ته
هغه یې وواژه زما د قوم د جرمونو په خاطر
او هېچا یې ونه کړه پروا
9 هغه یې ښخ کړ د مجرمانو په شان
او د یو شتمن سړي په قبر کې یې کېښود هغه
که څه هم هغه هېڅکله کړی نه ؤ ظلم او تېری
او نه یې څوک ؤ غولولی
10 خو دا رضا وه د څښتن
چې هغه ووهي او ویې کړوي
ترڅو قرباني شي د ګناه په خاطر د هغه ژوند
نو هغه به وویني خپل اولادونه
او وبه لري زیات عمر
شي پوره به د څښتن رضا په وسیله د هغه
11 هغه به وګوري رڼا له یو دردناکه
ژوندانه نه وروسته
او شي به ډاډه چې کړېدنه یې بېځایه نه وه
کړي تجربه به کړېدنه زما عادل خدمتګار
دا به ممکن کړي چې عادل وګڼل شي ډېر خلک
ځکه هغه به یوسي ګناهونه د هغوی خپلو اوږو باندې
12 نو زه به ورکړمه هغه ته د عزت مقام
مقام به ورکړم د لویانو او زورورو ورته
ځکه هغه کړلو قربان خپل ځان
او وشمېرل شو په مجرمانو کې
په ځان یې واخیسته د ډېرو خلکو ګناه
او د مجرمانو دپاره یې وکړه دعا
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org