د عیسی مسیح د زېږېدنې په هکله پېشګويي
26 د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصرې په نوم یو ښار ته ولېږله،
27 ترڅو یوې پېغلې ته چې د یوسف نومي سړي سره یې چې د داود پاچا د کورنۍ څخه ؤ کوژدن شوې وه، ورشي. د هغې پېغلې نوم مریم ؤ.
28 فرښته هغې ته راغله او ویې ویل: «سلام په تا چې ډېر فضل درباندې شوی دی، څښتن ستا سره مل دی.»
29 مریم د فرښتې په خبره ډېره وارخطا شوه او په فکر کې ډوبه شوه چې د دې خبرو معنی به څه وي.
30 فرښتې هغې ته وویل: «ای مریمې، مه وېرېږه! خدای په تا مهربانه شوی دی.
31 ګوره، ته به امیدواره شې او زوی به دې وشي او د هغه نوم به عیسی کېږدې.
32 هغه به لوی شخصیت وي او د خدای تعالی د زوی په نوم به یاد شي. څښتن خدای به د هغه د نیکه داود تخت هغه ته ورکړي.
33 هغه به د تل دپاره د یعقوب په اولادې باندې پاچاهي کوي او د هغه پاچاهي به هېڅکله نه ختمیږي.»
34 مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر_اوسه واده شوې نه یم.»
35 فرښتې په ځواب کې وویل: «په تا به روح القدس نازل شي او د خدای تعالی قدرت به په تا باندې سیوری وکړي او له دې امله به هغه سپېڅلی ماشوم د خدای تعالی د زوی په نوم یاد شي.
36 وګوره، ستا خپلوانه الیزابت به هم په زاړه عمر کې زوی راوړي. سره له دې چې هغې ته شنډه ویل کېدله، خو اوس شپږ میاشتې کیږي چې امیدواره ده.
37 ځکه چې د خدای دپاره هېڅ کار ناشونی نه دی.»
38 مریم وویل: «زه د څښتن خدمتګاره یم. تا چې څه وویل هماغسې دې وشي.» او فرښته ورڅخه لاړه.
د عیسی زېږېدنه
1 په هغه وخت کې امپراتور اګوستوس د روم په ټوله امپراتورۍ کې د سرشمېرنې په خاطر یو فرمان جاري کړ.
2 دا لومړنۍ سرشمېرنه وه چې د سوریې د والي کرینوس په وخت کې وشوه.
3 هرڅوک خپل ښار ته لاړ چې خپل نوم ولیکي.
4 نو یوسف هم د جلیل د ناصرې د ښار څخه د یهودیې د ولایت د بیت_لحم ښار ته چې د داود پاچا د زېږېدنې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داود د کورنۍ څخه ؤ.
5 یوسف د مریم سره چې کوژدنه یې وه او امیدواره وه، د نوم لیکنې دپاره هلته لاړ.
6 او کله چې هغوی په بیت_لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد.
7 هغې خپل لومړنی اولاد چې هلک ؤ، وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.
شپنو ته د فرښتو زېری
8 په هغې سیمه کې څو شپانه وو چې په شاوخوا ځمکو کې اوسېدل او د شپې به یې په خپلو رمو باندې پام کاوه.
9 د څښتن فرښته هغوی ته ښکاره شوه او د څښتن د جلال رڼا په هغوی باندې وځلېدله. هغوی سخت ووېرېدل.
10 خو فرښتې هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ، ما تاسو ته یو زېری راوړی چې د ټولو خلکو دپاره به یوه لویه خوشحالي وي.
11 همدا نن د داود په ښار کې ستاسو دپاره یو خلاصوونکی زېږېدلی دی چې هغه مسیح او څښتن دی.
12 او ستاسو دپاره به دا نښه وي چې یو ماشوم به پیدا کړئ چې په اورني کې به تاو شوی وي او په آخور کې به پروت وي.»
13 ناڅاپه د هغې فرښتې سره یو لوی اسماني لښکر راښکاره شو چې د خدای دا ثنا یې ویله:
14 «خدای ته دې وي جلال په لوړو اسمانونو کې
او سوله او سلامتي دې وي په ځمکه باندې
په هغو خلکو باندې چې ترې راضي دی هغه»
15 کله چې فرښتې هغوی پرېښودل او بېرته اسمان ته لاړې، نو شپنو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې بیت_لحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي دي او څښتن مونږ د هغې څخه خبر کړي یو، ووینو.»
16 نو هغوی په منډه لاړل، مریم او یوسف یې پیدا کړل او ویې لیدل چې ماشوم په آخور کې پروت دی.
17 کله چې شپنو هغه ماشوم ولید، نو څه چې یې د هغه په هکله اورېدلي وو، ټول یې خبر کړل.
18 هر چا چې د شپنو خبرې اورېدلې، نو حیران پاتې کېدل.
19 خو مریم دا ټول شیان په خپل زړه کې ساتل او د هغو په هکله یې ډېر فکر کاوه.
20 شپانه بېرته لاړل او څه چې یې اورېدلي او لیدلي وو د هغې دپاره یې د خدای لویي بیانوله او ثنا یې ویله، ځکه دا هغه څه وو چې فرښتې هغوی ته ویلي وو.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ