عیسی پنځه زره خلکو ته ډوډۍ ورکوي
1 د دې نه وروسته عیسی د جلیل د بحیرې بلې غاړې ته چې د طبریې په نوم هم یادیږي، لاړ.
2 ګڼ شمېر خلک ورپسې وو، ځکه چې هغوی هغه معجزې لیدلې وې چې د ناروغانو د روغولو دپاره یې ښودلې وې.
3 عیسی یوې غونډۍ ته وخوت او هلته د خپلو شاګردانو سره کښېناست.
4 د یهودیانو د فسحې د اختر ورځې نژدې وې.
5 کله چې عیسی شاوخوا ته وکتل او ګڼ شمېر خلک یې ولیدل چې د هغه خواته راروان دي، نو فیلیپوس ته یې وویل: «دومره ډوډۍ به له کوم ځای نه اخلو چې دا ټول خلک یې وخوري؟»
6 عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې فیلیپوس امتحان کړي، ځکه چې هغه خپله پوهېده چې څه وکړي.
7 فیلیپوس ځواب ورکړ: «د سپینو زرو د دوه سوه سکو ډوډۍ به هم بس نه شي چې هر یو ته لږه لږه هم ورسیږي.»
8 د هغه په شاګردانو کې یو شاګرد چې اندریاس نومېده او د شمعون پطروس ورور ؤ، هغه ته وویل:
9 «دلته یو هلک دی. د هغه سره د اوربشو پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان شته، خو په هغو باندې به د دې دومره خلکو څه وشي؟»
10 عیسی هغوی ته وویل: «خلکو ته ووایئ چې کښېني.» په هغه ځای کې ډېر واښه وو، نو ټول سړي چې شمېر یې پنځه زره وو کښېناستل.
11 بیا عیسی ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې وویست او هغه یې په ناستو خلکو باندې ووېشلې. د ماهیانو سره یې هم همداسې وکړل او چا چې څومره غوښتل ورته یې ورکړل.
12 کله چې ټول ماړه شول نو خپلو شاګردانو ته یې وویل: «د پاتې شویو ډوډیو ټوټې راټولې کړئ چې هېڅ شی درڅخه ضایع نه شي.»
13 نو شاګردانو هغه راټولې کړې او د اوربشو د پنځو ډوډیو د پاتې شویو ټوټو نه چې خلکو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې.
14 کله چې خلکو د عیسی معجزه ولیدله نو ویې ویل: «دا په رښتیا هماغه پیغمبر دی چې باید نړۍ ته راغلی وای.»
15 بیا عیسی پوه شو چې هغوی نیت لري چې راشي او هغه په زوره بوځي او پاچا یې کړي. نو هغه بېرته د غونډیو سیمې ته لاړ چې هلته یوازې واوسیږي.
عیسی د اوبو دپاسه ګرځي
16 کله چې ماښام شو نو د عیسی شاګردان ښکته د بحیرې خواته لاړل،
17 کشتۍ ته وختل او بېرته د بحیرې بلې غاړې ته د کپرناحوم خواته روان شول. شپه شوه او عیسی لا بېرته هغوی ته نه ؤ راغلی.
18 په دې وخت کې سخت باد لګېده او بحیره توفاني شوه.
19 کله چې شاګردان نژدې پنځه یا شپږ کیلومتره مخکې لاړل، عیسی یې ولیده چې د اوبو دپاسه روان دی او د کشتۍ خواته رانژدې کیږي، نو هغوی ووېرېدل.
20 خو عیسی هغوی ته وویل: «زه یم، مه وېرېږئ!»
21 بیا هغوی وغوښتل چې هغه دننه کشتۍ ته راولي، او سمدلاسه کشتۍ هغه ځای ته ورسېدله چې دوی ورته ورتلل.
خلک عیسی لټوي
22 بله ورځ هغه خلک چې د بحیرې په بله غاړه ولاړ وو ولیدل چې هلته یوازې یوه کشتۍ وه او عیسی په کې د خپلو شاګردانو سره نه ؤ ختلی، بلکې هغوی یوازې تللي وو.
23 بیا د تبریې د ښار څخه نورې کشتۍ هغه ځای ته راورسېدلې چې خلکو په کې هغه ډوډۍ خوړلې وه چې عیسی ورباندې د خدای شکر ویستلی ؤ.
24 نو کله چې خلکو ولیدل چې هلته نه عیسی ؤ او نه یې شاګردان، نو هغوی په کشتۍ کې سپاره شول او د عیسی د لټولو دپاره کپرناحوم ته لاړل.
عیسی د ژوندون ډوډۍ ده
25 کله چې خلکو عیسی د بحیرې په بله غاړه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «استاذه، ته کله دلته راورسېدلې؟»
26 عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو د دې دپاره ما نه لټوئ چې زما معجزې مو لیدلي دي بلکې د هغه ډوډۍ په خاطر چې ومو خوړله او ماړه شوئ.
27 د فاني خوړو دپاره خواري مه کوئ بلکې د هغو خوړو دپاره خواري وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کیږي، یعنې هغه خواړه چې د انسان زوی به یې تاسو ته درکوي. ځکه چې پلار خدای هغه ته اختیار ورکړی دی چې داسې وکړي.»
28 بیا خلکو پوښتنه وکړه: «مونږ څه وکړو، ترڅو هغه کارونه چې خدای یې زمونږ نه غواړي سرته ورسوو؟»
29 عیسی په ځواب کې وویل: «کوم کار چې خدای یې ستاسو څخه غواړي هغه دا دی چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې هغه رالېږلی دی.»
30 نو هغوی وویل: «ته مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ یې ووینو او ایمان درباندې راوړو؟ ته به څه کار وکړې؟
31 زمونږ نیکونو په دښته کې د من ډوډۍ وخوړله او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
هغه د اسمان نه هغوی ته ډوډۍ ورکړه چې ویې خوري.»
32 عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا موسی نه ؤ چې تاسو ته یې د اسمان نه ډوډۍ درکړله بلکې زما پلار درکوله او اوس هغه تاسو ته د اسمان څخه رښتینې ډوډۍ درکوي.
33 ځکه کومه ډوډۍ چې خدای یې درکوي هغه د اسمان څخه رانازلیږي او نړۍ ته ژوندون ورکوي.»
34 هغوی وویل: «ښاغلیه، مونږ ته تل دغه ډوډۍ راکوه.»
35 عیسی هغوی ته وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. څوک چې ماته راځي هغه به هېڅکله نه وږی کیږي او څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه به هېڅکله نه تږی کیږي.
36 خو لکه څنګه چې ما وویل چې سره له دې چې تاسو زه لیدلی یم خو بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ.
37 کوم خلک چې زما پلار یې ماته راکوي هغوی به ماته راځي او څوک چې ماته راځي زه به هغه هېڅکله ونه شړم.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ