موندل

شپاړلسم لوست

کفاره: عیسی پېریان وباسي

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

عیسی یو پېریاني سړي ته شفا ورکوي

1 عیسی او شاګردان یې د بحیرې بلې غاړې ته د جدریان سیمې ته لاړل. 2 کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو، نو هلته د یو پېریاني سړي سره چې د هدیرې څخه راوتلی ؤ، مخامخ شو. 3 هغه په هدیره کې اوسېده او هېچا نه شو کولای چې حتی هغه په زنځیرونو وتړي او را_ایسار یې کړي. 4 ځکه چې څو څو ځلې یې د هغه په پښو او لاسونو کې ځولنې او زنځیرونه اچولي وو، خو هرځل یې زنځیرونه شکولي او ځولنې یې ماتې کړې وې او داسې قوي سړی نه ؤ چې هغه یې ارام کړی وای. 5 هغه به شپه او ورځ په قبرونو او غرونو کې ګرځېده او تل به یې چیغې وهلې او خپل ځان به یې په تیږو زخمي کاوه. 6 کله چې هغه عیسی د لېرې څخه ولید، نو منډه یې کړه او د هغه په پښو کې پرېوت 7 او په لوړ اواز یې چیغې ووهلې: «ای عیسی، ای د خدای تعالی زویه! زما سره څه کار لرې؟ د خدای په خاطر ما مه په عذابوه.» 8 دا ځکه چې عیسی هغه ته ویلي وو: «ای پېریه، د دې سړي څخه راووځه.» 9 بیا عیسی د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا نوم څه دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زما نوم لښکر دی، ځکه چې زمونږ شمېر زیات دی.» 10 هغه بیا عیسی ته ډېره زاري وکړه چې هغوی د هغې سیمې څخه ونه شړي.

11 په دې وخت کې هلته د غونډۍ په لمنه کې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله. 12 نو پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «مونږ خوګانو ته ولېږه او اجازه راکړه چې په هغوی کې ورننوځو.» 13 عیسی هغوی ته اجازه ورکړه او پېریان د هغه سړي څخه ووتل او په خوګانو کې ورننوتل. ټوله رمه چې شاوخوا دوه زره خوګان وو، په منډه له کمره څخه ښکته بحیرې ته ولوېدله او ډوبه شوه. 14 د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او دا خبر یې د ښار او شاوخوا کلیوالي سیمو خلکو ته ورساوه. خلک د ښار څخه ووتل ترڅو څه چې پېښ شوي وو، وویني. 15 کله چې هغوی عیسی ته راغلل او هغه لېونی چې ډېر پېریان په کې وو، ولید چې کالي یې اغوستي وو او ذهن یې بېرته ښه شوی ؤ او هلته ناست ؤ، نو هغوی ووېرېدل. 16 کومو خلکو چې دا پېښه لیدلې وه او د هغه پېریانو نیولي سړي او خوګانو سره چې څه شوي وو هغه یې نورو خلکو ته وویل. 17 بیا هغو خلکو عیسی ته زارۍ وکړلې چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي. 18 کله چې عیسی کشتۍ ته ورختلو نو هغه سړي چې مخکې پېریانو نیولی ؤ، عیسی ته زاري وکړه چې اجازه ورته ورکړي چې ورسره لاړ شي. 19 خو عیسی هغه ته اجازه ورنه کړه او ورته ویې ویل: «بېرته خپل کور او خپلې کورنۍ ته ورشه او هغوی ته ووایه چې څښتن ستا دپاره څومره لوی کار وکړ او څنګه یې په تا باندې رحم وکړ.» 20 نو هغه سړی لاړ او څه چې عیسی د هغه دپاره کړي وو د هغو په هکله یې د دکاپولس په سیمه کې ټول خلک خبر کړل او هغوی ټول حیران شول.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org