موندل

اووه ویشتم لوست

کفاره: د عیسی په صلیب باندې ځړېدل

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

32 دوه نور مجرمان یې هم د عیسی سره روان کړي وو چې د هغه سره یوځای اعدام شي. 33 کله چې هغوی هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده ورسېدل، نو عسکرو عیسی هلته په صلیب باندې مېخ کړ او هغه دوه مجرمان یې هم ورسره په صلیب وځړول، یو یې د هغه ښي لاس ته او بل یې د هغه چپ لاس ته. 34 عیسی وویل: «ای پلاره! دوی وبخښه، ځکه دوی نه پوهیږي چې څه کوي.» عسکرو د عیسی په کالیو باندې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل. 35 خلک د سیل دپاره هلته ولاړ وو او د یهودیانو مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، که چېرې هغه په رښتیا سره د خدای غوره شوی مسیح وي، نو اوس دې خپل ځان وژغوري.» 36 عسکرو هم په هغه باندې ملنډې ووهلې او هغوی د عیسی خواته ورنژدې شول او تروه شراب یې ورته ورکړل 37 او ورته ویې ویل: «که چېرې ته د یهودیانو پاچا یې، نو خپل ځان دې وژغوره.» 38 د هغه د سر دپاسه یوه تخته لګول شوې وه چې ورباندې لیکل شوي وو: «دا د یهودیانو پاچا دی.»

39 یو له هغو مجرمانو څخه چې هلته ځړول شوی ؤ عیسی ته پېغور ورکړ او ویې ویل: «ایا ته مسیح نه یې؟ نو بیا خپل ځان او مونږ وژغوره.» 40 خو هغه بل مجرم هغه ورټلو او ورته ویې ویل: «ایا ته له خدایه نه وېرېږې؟ ځکه چې په تا باندې هم د هغه په شان د مرګ حکم شوی دی. 41 زمونږ سره انصاف شوی دی، ځکه چې مونږ ته د خپلو عملونو سزا راکول کیږي. خو دې سړي کوم غلط کار نه دی کړی.» 42 بیا هغه وویل: «ای عیسی! کله چې خپلې پاچاهۍ ته ورسېدې، نو ما هم در په یاد کړه.» 43 عیسی هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاته وایم چې ته به نن زما سره په جنت فردوس کې اوسې.»

د عیسی مړینه

44‏-45 د غرمې شاوخوا دولس بجې وې چې لمر ورک شو او د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټوله سیمه کې تیاره خپره شوه او د خدای د کور پرده په منځ کې دوه ټوټې شوه. 46 عیسی په لوړ اواز چیغه ووهله او ویې ویل: «ای پلاره! زه خپل روح تاته سپارم.» دا یې وویل او ساه یې ورکړه. 47 کله چې رومي منصبدار دا هرڅه ولیدل، نو د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «بې له شکه چې دا سړی بې_ګناه ؤ.» 48 هغه خلک چې دې نندارې ته راټول شوي وو، کله یې چې دا پېښه ولیدله، نو له غمه یې خپل ځانونه وهل او بېرته خپلو کورونو ته لاړل. 49 د عیسی ټول اشنایان او هغه ښځې چې د جلیل څخه هغه پسې راغلې وې په لېرې فاصله کې ولاړې وې او دا هرڅه یې لیدل.

د عیسی ښخېدل

50‏ هلته د یوسف په نوم یو سړی ؤ چې په یهودیه کې د رامه د ښار څخه ؤ او د یهودیانو د شورا غړی ؤ. هغه یو نېک او عادل سړی ؤ. 51 خو د هغوی د دې پرېکړې او دې کار سره جوړ نه ؤ او د خدای د پاچاهۍ په انتظار ؤ. 52 هغه پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت. 53 بیا هغه د صلیب څخه مړی راښکته کړ او د کتان په کفن کې یې تاو کړ او په ګټ کې کیندل شوي قبر کې یې کېښود چې د دې نه مخکې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی. 54 دا د جمعې ورځ وه، یعنې سبت ته د تیاري نیولو ورځ وه او د سبت ورځ پیل کېدله.

55 کومې ښځې چې د جلیل څخه د عیسی سره راغلې وې یوسف پسې روانې وې. هغوی قبر ولید چې د عیسی مړی په کې څنګه ایښودل شوی ؤ. 56 بیا هغوی بېرته د اورشلیم ښار ته لاړې او د مړي دپاره یې خوشبویه مسالې او عطر تیار کړل او د شریعت د حکم له مخې یې د سبت په ورځ ارام وکړ.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org