موندل

اته ویشتم لوست

کفاره: د عیسی په مرګ باندې فتح موندل

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

د عیسی بیا راژوندي کېدل

1 د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې. 2 هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه. 3 کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ. 4 هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل. 5 ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، نو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟ 6 هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو، هغه در په یاد کړئ 7 چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» 8 بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې. 9 کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې، نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پېښې څخه خبر کړل. 10 دا ښځې مریم مجدلیه، یونا او د یعقوب مور مریم وې او نورو ښځو هم چې د هغوی سره وې، رسولانو ته دا خبرې وکړې. 11 خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې_معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ. 12 خو پطروس پاڅېده او د قبر خواته یې منډه کړه. کله چې ورټیټ شو او دننه یې وکتل، نو له کفن پرته یې نور هېڅ هم ونه لیدل. نو په دې شوې پېښې حیران شو او خپل کور ته لاړ.

د عماوس په لاره کې د عیسی لیدل

13 په هماغه ورځ د عیسی د پیروانو څخه دوه تنه د عماوس په نوم یو کلي ته چې د اورشلیم څخه یوولس کیلومتره لېرې دی روان وو. 14 هغوی له یو بل سره د دې ټولو پېښو په هکله خبرې کولې. 15 هغوی لا یو د بل سره خبرې او بحث کاوه چې خپله عیسی راغی او د هغوی سره یوځای شو. 16 دوی عیسی ولید، خو د هغوی سترګې داسې شوې لکه چې وتړل شي او هغه یې ونه پېژانده. 17 عیسی هغوی ته وویل: «تاسو په لاره کې د څه شي په هکله یو د بل سره بحث کاوه؟» هغوی ودرېدل او غمجن ښکاره کېدل. 18 په دوی کې یو تن چې کلیوپاس نومېده د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته په اورشلیم کې یوازېنی مسافر یې چې له دې څخه خبر نه یې چې په تېرو څو ورځو کې هلته څه پېښ شوي دي؟» 19 عیسی پوښتنه وکړه: «څه شوي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «دا هغه څه دي چې د ناصري عیسی سره وشول. هغه د خدای او ټولو خلکو په حضور کې په وینا او عمل کې یو زورور پیغمبر ؤ. 20 خو زمونږ مشرانو کاهنانو او واکمنانو هغه پیلاتوس ته وسپاره چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي او هغه یې په صلیب ځوړند کړ. 21 مونږ هیله درلودله چې همدا سړی به اسراییلو ته خلاصون ورکوي، خو نن درېمه ورځ ده چې دا کار شوی دی. 22 برسېره پر_دې، زمونږ د ډلې څو ښځو مونږ حیران کړو. هغوی نن سهار وختي د هغه قبر ته تللې وې، 23 خو د هغه مړی یې پیدا نه کړ. هغوی بېرته راغلې او ویل یې چې په رویا کې یې فرښتې ولیدلې چې دوی ته یې وویل چې هغه ژوندی دی. 24 بیا زمونږ یو څو کسان قبر ته لاړل او څه چې هغو ښځو ویلي وو هغه یې ولیدل، خو عیسی یې ونه لیده.»

25 عیسی هغوی ته وویل: «تاسو څومره ناپوهه یئ او د پیغمبرانو د ویناوو په منلو کې زړه نا زړه یئ. 26 ایا دا ضروري نه وه چې مسیح دا کړاوونه وویني او بیا دې خپل جلال ته ورسیږي؟» 27 بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو، هغوی ته بیان کړل.

28 کله چې دوی د عماوس کلي ته ورنژدې شول، نو عیسی داسې وښودل چې ګوندې هغه نور هم مخکې ځي. 29 خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: «زمونږ سره پاتې شه، ځکه چې ورځ په تېرېدو ده او ماښام نژدې دی.» نو عیسی کور ته ننوت چې د هغوی سره پاتې شي. 30 کله چې عیسی د هغوی سره دسترخوان ته کښېناست نو ډوډۍ یې راواخیستله، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه. 31 ناڅاپه د هغوی سترګې وغړېدلې او عیسی یې وپېژانده، خو هغه د هغوی د نظر څخه پناه شو. 32 هغوی یو بل ته وویل: «کله چې په لاره کې هغه زمونږ سره خبرې کولې او د خدای د کلام لیکنې یې راته بیانولې، ایا زمونږ زړونه په جوش رانغلل؟»

33 هغوی سمدلاسه راپاڅېدل او بېرته اورشلیم ته لاړل. هلته یې ولیدل چې یوولس رسولان او نور خلک سره راټول شوي وو 34 او ویل یې چې عیسی په رښتیا راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی. 35 نو په لاره کې چې څه شوي وو هغو دواړو شاګردانو هغوی ته بیان کړل او ورته ویې ویل چې څنګه یې عیسی د ډوډۍ ماتولو په وخت کې وپېژانده.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org