لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
2 ښځې ځواب ورکړ: <خدای پاک فرمایلي دي چې مونږ کولی شو د باغ د ټولو ونو د مېوو څخه وخورو، 3 بې له هغې ونې څخه چې د باغ په منځ کې ده. هغه مونږ ته فرمایلي دي چې د هغې ونې مېوه مه خورئ حتیٰ هغې ته لاس هم مه وروړئ، که داسې مو وکړل نو تاسو به مړه شئ.>
4 مار ښځې ته وویل: <ډاډه اوسئ تاسو به مړه نه شئ. 5 خدای پاک پوهیږي چې که چېرې تاسو د دې ونې مېوه وخورئ نو ستاسو سترګې به خلاصې شي او تاسو به د خدای پاک په شان شئ او په ښو او بدو شیانو باندې به پوه شئ.> 6 ښځې ونې ته په ځیر وکتل او هغه ونه د هغې په نظر کې ښکلې او مېوه یې خوندوره ښکاره شوه، فکر یې وکړ چې دا ونه به د پوهې د حاصلولو دپاره څومره ښه وي. نو هغه مېوه یې راواخیستله او ویې وخوړله او خپل مېړه ته یې چې د هغې سره ؤ هم ورکړه او هغه هم وخوړله. 7 په هماغه وخت کې د هغوی سترګې وغړېدلې او پوه شول چې لوڅ دي نو د اینځر پاڼې یې یو تر بله سره وګنډلې او ځانونه یې ورباندې پټ کړل. 8 مازدیګر کله چې باد لګېده، حضرت آدم او د هغه ښځې د څښتن خدای د قدمونو اواز واورېد چې په باغ کې ګرځېده. هغوی ووېرېدل او ځانونه یې د ونو ترشا پټ کړل. 9 څښتن خدای په حضرت آدم باندې غږ وکړ: <ته چېرته یې؟>
10 هغه ځواب ورکړ: <په باغ کې مې ستا د قدمونو اواز واورېد، ووېرېدم او خپل ځان مې پټ کړ ځکه چې لوڅ وم.>
11 خدای پاک ورڅخه پوښتنه وکړه: <تاته چا وویل چې لوڅ یې؟ آیا د هغې ونې مېوه دې خوړلې ده چې ما درته ویلي وو چې هغه مه خوره؟>
12 حضرت آدم وفرمایل: <هغې ښځې چې تا ماته راکړې ده، دا مېوه راکړه او ما وخوړله.>
13 نو څښتن خدای د ښځې څخه پوښتنه وکړه: <تا څه وکړل؟>
ښځې ځواب ورکړ: <مار زه وغولولم او ما هغه مېوه وخوړله.>
14 نو څښتن خدای مار ته وویل: <په دې سبب چې تا دا کار کړی دی ته به د نورو ټولو کورني او وحشي حیواناتو څخه زیات لعنتي یې! ټول عمر به په سینه باندې ښوئېږې او خاورې به خورې. 15 زه به داسې وکړم چې ته او دا ښځه به د یو بل څخه کرکه کوئ. ستا د نسل او د ښځې د نسل ترمنځ به همېشه دښمني وي. هغه به ستا سر ټکوي او ته به د هغه پونده چیچې.>
16 څښتن خدای ښځې ته وفرمایل: <د اولاد د زېږولو په وخت کې به ستا دردونه زیات کړم، خو ته به د مېړه شوق کوې او هغه به په تا باندې حکم چلوي.>
17 څښتن حضرت آدم ته وفرمایل: <دا چې تا د خپلې ښځې خبره اورېدلې ده او د هغې ونې مېوه دې وخوړله چې ما درته ویلي وو چې هغه ونه خورې، نو دا ځمکه ستا په سبب لعنتي شوه او ته به ټول عمر د هغې څخه په ډېر زحمت سره خوراک لاس ته راوړې. 18 ځمکه به هرزه بوټي او اغزي راشنه کوي او ته به ځنګلي بوټي خورې. 19 د خپل تندي په خولو باندې به خواړه خورې، تر هغه وخته پورې چې بېرته هغې خاورې ته وروګرځې د کومې څخه چې جوړ شوی یې، ځکه چې ته خاوره یې او بېرته به خاورې ته ورګرځې.>
20 حضرت آدم په خپلې ښځې باندې حوا نوم کېښود ځکه چې هغه به د ټولو انسانانو مور وي. 21 څښتن خدای د حضرت آدم او د هغه د ښځې دپاره د حیوان د پوستکي څخه کالي جوړ کړل او هغوی ته یې ورواغوستل.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org