لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
5 څښتن ولیدل چې په دنیا کې د انسان بدکاري زیاته شوه او د دوی ټول خیالونه او ارادې خرابې دي. 6 نو څښتن پښېمانه شو او هغه خفه شو چې انسان یې د ځمکې په مخ پیدا کړی دی. 7 نو هغه وفرمایل: <زه به د ځمکې له مخ څخه ټول ژوندي مخلوقات له منځه یوسم! زه به انسانان، حیوانات، مرغان او خزندې له منځه یوسم. زه پښېمان یم چې دوی مې جوړ کړل.> 8 خو خدای پاک د حضرت نوح څخه راضي ؤ.
13 خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: <ما دا فیصله کړې ده چې ټول انساني نسل بېخي له منځه وړم، ځکه چې دنیا د دوی د زور زیاتي د عملونو څخه ډکه شوې ده. 14 د ځان دپاره د ډېرو ښو لرګیو څخه کشتۍ جوړه کړه، په هغې کې کوټې جوړې کړه او دننه او دباندې ورته د قیر پوښ ورکړه. 15 او هغه داسې جوړه کړه چې اوږدوالی یې یوسلو پنځه دېرش متره، سور یې دوه ویشت متره او لوړوالی یې دیارلس متره وي. 16 په کشتۍ باندې یو بام جوړ کړه او د پنځه څلوېښت سانتي مترو په شاوخوا کې د بام او د کشتۍ د اړخ ترمنځ فاصله پرېږده. کشتۍ درې منزله جوړه کړه او په یوه اړخ کې ورته دروازه جوړه کړه. 17 زه په ځمکه باندې سیلاب راولم چې ټول ژوندي موجودات له منځه یوسي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي مړه شي. 18 مګر زه به ستا سره لوظ وکړم چې ته به د خپلو زامنو، خپلې ښځې او د خپلو زامنو د ښځو سره کشتۍ ته ورننوزې. 19 د ټولو ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه نر او ښځه د ځان سره کشتۍ ته راوله ترڅو هغه ژوندي وساتې. 20 د هر ډول مرغانو، حیواناتو او خزندو څخه به دوه دوه تاته راشي ترڅو ژوندي وساتل شي. 21 د خپل ځان او هغوی دپاره هر ډول خواړه له ځانه سره واخله او ذخیره یې کړه.> 22 نو حضرت نوح ټول کارونه د خدای پاک د حکم سره سم سرته ورسول.
6 حضرت نوح د شپږسوه کالو په عمر ؤ چې په ځمکه باندې سیلاب راغی. 7 حضرت نوح او د هغه زامن او ښځه او د زامنو ښځې یې د سیلاب څخه د بچ کېدلو په خاطر کشتۍ ته ننوتل. 8-9 لکه څنګه چې خدای پاک حضرت نوح ته حکم کړی ؤ، د پاکو او ناپاکو حیواناتو څخه او د مرغانو او خزندو څخه یوه، یوه جوړه نر او ښځه حضرت نوح ته راغلل او کشتۍ ته ورننوتل. 10 نو پس له اووه ورځو سیلاب راغی.
11 حضرت نوح شپږسوه کلن ؤ او د دوهمې میاشتې په اوولسمه ورځ د ځمکې لاندې ژورو ځایونو څخه اوبه راووتلې او د اسمان دروازې خلاصې شوې. 12 څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې په ځمکه باندې باران واورېده. 13 او په هماغه ورځ حضرت نوح او د هغه زامن، سام، حام او یافث او د حضرت نوح ښځه او د هغه د زامنو درې ښځې کشتۍ ته ورننوتل. 14 د هغوی سره د هر قسم کورني او وحشي حیواناتو، خزندو او د هر قسم مرغانو 15 یعنې د ژوندیو مخلوقاتو څخه یوه یوه جوړه حضرت نوح ته راغله او کشتۍ ته ننوتل. 16 لکه څنګه چې خدای پاک حکم کړی ؤ، هغوی د هر ژوندي مخلوق څخه نر او ښځه ننوتل. نو څښتن د هغوی پسې دروازه وتړله.
17 باران څلوېښت ورځې واورېد او اوبه د ځمکې په مخ زیاتې شوې او کشتۍ یې پورته کړه او د ځمکې څخه اوچته شوه. 18 اوبه ډېرې پورته شوې او کشتۍ د اوبو په مخ باندې روانه شوه. 19 اوبه تر دې اندازې زیاتې شوې چې تر اسمان لاندې ټول لوړ غرونه یې پټ کړل. 20 اوبه د غرونو د څوکو څخه اووه متره اوچتې شوې. 21 د ځمکې په مخ هر ژوندی موجود یعنې کورني او وحشي حیوانات، مرغان، خزندې او انسانان ټول مړه شول. 22 د ځمکې په مخ ټول ساه لرونکي مړه شول. 23 څښتن د ځمکې په مخ ټول ژوندي مخلوقات، انسانان او حیوانات، خزندې او مرغان له منځه یوړل او یوازې حضرت نوح او هغوی چې په کشتۍ کې د هغه سره وو، پاتې شول. 24 اوبه یوسلو پنځوس ورځې وروسته مخ په کمېدلو شوې.
6 وروسته له څلوېښتو ورځو حضرت نوح د کشتۍ کړکۍ خلاصه کړه 7 او کارغه یې دباندې ولېږه، خو کارغه به یو خوا او بل خواته الوت تر هغې پورې چې ځمکه وچه شوه. 8 حضرت نوح غوښتل پوه شي چې آیا د ځمکې په مخ باندې اوبه کمې شوې دي یا نه، نو یوه کوتره یې والوزوله. 9 مګر کوترې د خپل ځان دپاره د ناستې ځای پیدا نه کړ ځکه چې د ځمکې په مخ باندې لا اوبه ولاړې وې او هغه بېرته کشتۍ ته راستنه شوه. حضرت نوح خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې ونیوله او کشتۍ ته یې ننه_ایستله. 10 هغه اووه ورځې نور صبر وکړ او بیا یې کوتره ولېږله. 11 کوتره د ماښام په وخت کې بېرته هغه ته راستنه شوه او د زیتون تازه پاڼه یې په مښوکه کې نیولې وه، نو حضرت نوح پوه شو چې اوبه کمې شوې دي. 12 هغه اووه ورځې نور انتظار وکړ او یو ځل بیا یې کوتره ولېږله، مګر دا ځل هغه بېرته رانغله.
13 په هغه وخت کې حضرت نوح د شپږسوه یو کالو په عمر ؤ. د هماغه کال د اولې میاشتې په اوله نېټه ځمکه مخ په وچېدو شوه. حضرت نوح د کشتۍ پوښ لېرې کړ، شاوخوا یې وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې مخ وچ شوی ؤ. 14 د دوهمې میاشتې په اوویشتمه ورځ ځمکه بېخي وچه شوه.
15 خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: 16 <د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغو د ښځو سره د کشتۍ څخه دباندې راووزئ. 17 ټول مرغان او حیوانات د ځان سره دباندې راوباسه، ترڅو دوی خپل همجنس وزېږوي او په ټوله ځمکه باندې خپاره شي.> 18 نو حضرت نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغوی د ښځو سره د کشتۍ څخه راووت. 19 ټول حیوانات او مرغان د خپلو جنسونو سره ډلې ډلې د کشتۍ څخه ووتل.
7 تاسو باید زیات ماشومان وزېږوئ، ترڅو ستاسو اولاده په ټوله دنیا کې زیاته شي.>
8 خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته وفرمایل: 9 <زه ستاسو او ستاسو د راتلونکي نسل سره 10 او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره چې ستاسو سره وو، یعنې مرغانو، کورني او وحشي حیواناتو، هغوی ټول چې ستاسو سره د کشتۍ څخه راووتل او همدارنګه د ځمکې په مخ ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره 11 لوظ کوم چې بیا به هیڅکله ټول ژوندي مخلوقات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي. هیڅکله به بیا سیلاب ځمکه نه خرابوي.> 12 خدای پاک وفرمایل: <دا د هغه لوظ نښه ده چې زما او ستاسو او د هغو ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ به وي چې ستاسو سره دي او دا لوظ به د ټول راتلونکي نسل دپاره وي. 13 زه د ورېځو په منځ کې شنه او سره ږدم او دا به زما او د دنیا په منځ کې د لوظ نښه وي. 14 کله چې زه په ځمکه باندې ورېځې راخپرې کړم او په هغې کې شنه او سره راښکاره شي، 15 زه به خپل هغه لوظ چې ستاسو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره مې کړی ؤ رایادوم او نور به هیڅکله ټول ژوندي موجودات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي. 16 کله چې په ورېځو کې شنه او سره راښکاره شي، زه به هغې ته ګورم او خپل هغه ابدي لوظ به رایادوم چې زما او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ شوی ؤ.> 17 نو خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: <دا د هغه لوظ نښه ده چې ما د ځان او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو موجوداتو سره کړی ؤ.>
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org