لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
9 نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي؟» 10 عیسی په ځواب کې وویل: «ته په اسراییلو کې یو لوی عالم یې او په دې شیانو باندې نه پوهېږې؟ 11 په یقین سره زه تاته دا وایم چې مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې ورباندې پوهېږو او څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله شاهدي ورکوو، خو بیاهم تاسو زمونږ په خبرو باندې باور نه کوئ. 12 کله چې زه ستاسو سره د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوم او تاسو ورباندې باور نه کوئ، نو که د اسماني شیانو په هکله خبرې وکړم تاسو به یې څنګه ومنئ؟ 13 هېڅوک هم کله اسمان ته نه دی ختلی، پرته د انسان د زوی نه چې د اسمان نه راښکته شوی دی. 14 لکه څنګه چې موسی په دښته کې برنجي مار په یوې پایې باندې وخېژاوه، نو همداسې به د انسان زوی هم باید وخېژول شي، 15 د دې دپاره چې هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي. 16 خدای د نړۍ سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازېنی زوی یې ورکړ، ترڅو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هلاک به نه شي، بلکې تلپاتې ژوندون به ولري. 17 خدای خپل زوی نړۍ ته د دې دپاره نه دی رالېږلی چې خلک محکوم کړي، بلکې د دې دپاره یې رالېږلی چې هغوی وژغوري.
18 که چېرې څوک د خدای په زوی باندې ایمان راوړي، نو هغه به د خدای له خوا محکوم نه شي. خو که چېرې څوک ورباندې ایمان رانه وړي، نو هغه خو لا همدا اوس نه مجرم ګڼل شوی دی، ځکه چې هغه د خدای په یوازېني زوی باندې ایمان نه دی راوړی. 19 نو د خدای قضاوت دا دی: نړۍ ته رڼا راغلې وه، خو خلکو د رڼا نه تیاره غوره ګڼله، ځکه چې د هغوی عملونه خراب وو. 20 څوک چې بد کارونه کوي هغوی د رڼا نه کرکه کوي او ځان ترې لېرې ساتي، ځکه چې وېریږي چې بد کارونه یې ښکاره نه شي. 21 خو څوک چې سم کارونه کوي هغه د رڼا خواته ورځي، ترڅو په ښکاره ولیدل شي چې هغوی هغه کارونه کوي چې خدای یې غواړي.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org