لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
44 بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي.» 45 بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل، ترڅو د خدای په کلام پوه شي 46 او هغوی ته یې وویل: «همدارنګه لیکل شوي دي چې مسیح باید کړاوونه وویني او مړ شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي، 47 او د هغه په نوم به ټولو قومونو ته دا پیغام ورسول شي چې توبه وباسي او خدای به یې ګناهونه وبخښي او پیل به یې له اورشلیم څخه وي. 48 تاسو د دې ټولو شیانو شاهدان یئ. 49 او ګورئ، هغه څه چې زما پلار یې وعده کړې ده، درلېږم. خو باید تر هغې پورې په دې ښار کې پاتې شئ، ترڅو په تاسو باندې اسماني قوت نازل شي.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org