لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
3 زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.
4 د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي بتان مه جوړوئ. 5 هیڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر دریم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم. 6 مګر زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي مینه کوم.
7 زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه استعمالوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم څوک چې زما نوم په غلطه استعمال کړي.
8 د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ. 9 تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، 10 مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو حیوانات، نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي. 11 ما څښتن په شپږو ورځو کې ځمکه، اسمان، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي جوړ کړل، مګر په اوومه ورځ مې ارام وکړ. ځکه ما سبت ته برکت ورکړ او هغه مې مقدس کړ.
12 د خپل پلار او مور احترام کوئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.
13 قتل مه کوئ.
14 زنا مه کوئ.
15 غلا مه کوئ.
16 د هیچا په ضد د دروغو شهادت مه ورکوئ.
17 د بل سړي کور ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه ښځې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.>
20 حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <مه وېرېږئ. خدای پاک ستاسو د ازمایلو دپاره راغلی دی ترڅو د هغه وېره درسره وي او ګناه ونه کړئ.> 21 خو خلک په یوې لېرې فاصلې کې ودرېدل او حضرت موسیٰ هغې تورې تیارې ته ورنژدې شو چې خدای پاک په کې ؤ.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org