موندل

اووم لوست

کفاره: د فسحې وعده

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

د فسحې اختر

1 څښتن په مصر کې حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: 2 <له دې وروسته به دا میاشت ستاسو دپاره د کال اوله میاشت وي. 3 د اسراییلو ټول قوم ته دا لارښودنې ورکړه: د دې میاشتې په لسمه ورځ باید هر سړی د خپلې کورنۍ دپاره یو یو وری یا سېرلی واخلي. 4 که چېرې یوه کورنۍ دومره کوچنۍ وي چې ټول حیوان نه شي خوړلی، نو د خپل نژدې ګاونډي سره دې هغه ووېشي او د خلکو شمېر دې په نظر کې ونیسي. د هر نفر دپاره دې دومره وټاکل شي څومره چې خوړلی شي. 5 تاسو کولی شئ چې پسه او یا وز انتخاب کړئ. مګر هغه باید یو کلن وي او نر وي او کوم عیب هم ونلري. 6 تاسو باید د دې میاشتې تر څوارلسمې ورځې پورې هغه وساتئ، بیا به ټول قوم هغه په ماښام کې حلال کړي. 7 خلک دې لږه وینه واخلي او د دروازې په چوکاټ او د کورونو د دروازو په سرونو باندې دې چې د دې حیواناتو غوښه په کې خوړل کیږي وشیندي. 8 په هماغه شپه دې هغوی غوښه په اور باندې کباب کړي او د ترخو بوټو او فطیرې ډوډۍ سره دې وخوري. 9 تاسو هغه غوښه خامه او یا خوټول شوې مه خورئ. هغه د سر، پښو او د نس د دنننیو برخو سره په اور باندې کباب کړئ. 10 د هغې غوښې څخه تر سهار پورې لږه هم مه پرېږدئ. که چېرې لږه ورڅخه پاتې شي نو هغه وسوزوئ. 11 تاسو به هغه ژر ژر خورئ، ځکه چې د سفر دپاره به ملا تړئ. خپلې څپلۍ به په پښو کړئ او امساګانې به مو په لاسونو کې ونیسئ. دا د فسحې اختر دی چې زما یعنې څښتن د احترام په خاطر لمانځل کیږي.

12 په هغه شپه به زه په مصر باندې تېرېږم او هر اولنی زېږېدلی انسان او حیوان به ووژنم او د مصر ټولو خدایانو ته به سزا ورکړم. زه څښتن یم. 13 هغه وینه چې ستاسو د کورونو د دروازو په سرونو او دواړو چوکاټونو باندې وي، هغه به ستاسو د کورونو نښې وي او کله چې زه هغه ووینم نو ستاسو د کورونو څخه به تېرېږم او یوازې مصریان به وژنم او تاسو ته به هیڅ زیان نه رسوم. 14 تاسو باید دا ورځ د یو مذهبي اختر په توګه ولمانځئ ترڅو دا تاسو ته در په یاد کړي چې ما یعنې څښتن ستاسو دپاره کوم کارونه کړي دي. دا به د ټولو راتلونکو وختونو دپاره لمانځئ.>

د فطیرې ډوډۍ اختر

15 څښتن وفرمایل: <تاسو باید اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. په اوله ورځ ټوله خمیره له خپلو کورونو څخه لېرې کړئ، ځکه چې که چېرې څوک په هغو اووه ورځو کې خمیره ډوډۍ وخوري هغه به زما له قوم څخه وشړل شي. 16 په اوله او اوومه ورځ تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. په هغو ورځو کې د ډوډۍ تیارولو څخه پرته بل کار مه کوئ. 17 دا اختر ولمانځئ، ځکه چې دا هماغه ورځ ده چې ما ستاسو قبیلې له مصر څخه راوویستلې. تاسو باید دا ورځ د یو اختر په توګه د همېش دپاره ولمانځئ. 18 د اولې میاشتې د څوارلسم ماښام څخه نیولې د یوویشتمې ورځې تر ماښامه پورې باید تاسو فطیره ډوډۍ وخورئ. 19 اووه ورځې باید ستاسو په کورونو کې خمیره پیدا نه شي. ځکه که چېرې څوک که هغه بېګانه وي او یا اسراییلی وي خمیره ډوډۍ وخوري، هغه به د اسراییلو د قوم څخه وشړل شي. 20 هیڅ داسې شی مه خورئ چې له خمیرې څخه تیار شوی وي. هرچېرته چې تاسو اوسېږئ باید فطیره ډوډۍ وخورئ.>

د فسحې اولنی اختر

21 بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول مشران راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <لاړ شئ او د خپلو کورنیو دپاره د رمو څخه وري او وزې واخلئ او د فسحې د اختر دپاره یې حلال کړئ. 22 د وېلنیو د بوټو یوه غنچه واخلئ او په هغې وینه کې یې غوټه کړئ چې په لوښي کې ده او د چوکاټ په دواړو څنګونو او د دروازې په پورتنۍ برخه یې ووهئ. هیڅوک به د خپل کور څخه تر سهار پورې نه وزي. 23 کله چې څښتن د مصریانو د وژلو دپاره د مصر څخه تېریږي، هغه به د دروازو په چوکاټونو او د دروازو په پورتنیو برخو وینه وویني او د مرګ فرښته به پرېنږدي چې ستاسو کورونو ته ستاسو د وژلو دپاره ورننوزي. 24 تاسو او ستاسو اولادونه باید د تل دپاره په دې اصولو باندې عمل وکړي. 25 کله چې تاسو هغې ځمکې ته چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو سره کړې ده ورداخل شئ، باید دا مراسم هلته سرته ورسوئ. 26 کله چې ستاسو ماشومان له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې د دې مراسمو معنیٰ څه ده؟ 27 تاسو به په ځواب کې ووایئ: دا د فسحې د اختر قرباني ده چې د څښتن د احترام دپاره یې کوو، ځکه چې هغه شپه چې څښتن په مصر کې د اسراییلیانو د کورونو دپاسه تېر شو. هغه مصریان ووژل، مګر مونږ یې ژوندي پرېښودلو.> بیا قوم په سجده شو او عبادت یې وکړ. 28 بیا هغوی لاړل او څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ او حضرت هارون باندې امر کړی ؤ، هماغسې یې وکړل.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org