موندل

لومړی لوست

لوی حکم

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

لوی حکم

28 د شریعت یو عالم راغی او د هغوی بحث یې واورېد او ویې لیدل چې عیسی صدوقیانو ته ښه ځواب ورکړ، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «د ټولو حکمونو څخه ډېر مهم حکم کوم یو دی؟» 29 عیسی ځواب ورکړ: «تر ټولو مهم حکم دا دی: ‹ای د اسراییلو خلکو، واورئ! یوازېنی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.› 30 د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح، خپل ټول عقل او خپل ټول قوت سره مینه کوه. 31 دوهم حکم دا دی: ‹د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.› د دې حکمونو څخه بل لوی حکم نشته.»

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org