
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
28 فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک غواړي یو برج جوړ کړي، ایا هغه به لومړی نه کښېني چې لګښت یې وسنجوي، ترڅو وویني چې د هغه سره دومره پیسې شته چې هغه ورباندې سرته ورسوي یا نه؟ 29 که نه، نو بنیاد به یې کېږدي، خو وبه نه شي کولای چې سرته یې ورسوي، نو هرڅوک چې هغه وګوري ورپورې وبه خاندي. 30 هغوی به وایي چې دې سړي د ودانۍ کار پیل کړ، خو ویې نه شو کولای چې سرته یې ورسوي. 31 یا کوم داسې پاچا به وي چې د بل پاچا سره د جګړې دپاره ځي او پرته له دې چې لومړی کښېني او فکر وکړي چې ایا د خپل لسو زرو عسکرو سره به وکولای شي د هغه بل پاچا سره چې شل زره لښکر لري، وجنګیږي؟ 32 که چېرې هغه ونه شي کولای، نو مخکې له دې چې دښمن ورته راورسیږي، هغه به استازي ولېږي او د سولې د شرطونو په هکله به ورڅخه غوښتنه وکړي. 33 په همدې ډول په تاسو کې هېڅوک تر هغې زما شاګرد کېدای نه شي، ترڅو هر څه چې لري د هغو ټولو څخه تېر نه شي.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org