موندل

نهم لوست

د ایماندارانو ملګرتیا

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

د ایماندارانو ژوند

42 ایماندارانو خپل وخت د رسولانو څخه د تعلیم په اورېدلو، د یو بل سره په ملګرتیا، په ګډه سره د ډوډۍ په خوړلو او دعا کولو تېراوه. 43 د هغو حیرانوونکو کارونو او معجزو له امله چې د رسولانو په وسیله به ښودل کېدلې، د ټولو په زړونو کې به وېره پیدا کېدله. 44 ټول ایمانداران به سره راټولېدل او هغوی چې هرڅه لرل نو ټول به په کې شریک وو. 45 هغوی به خپل مال او جایداد خرڅاوه او هر یو ته به یې د هغه د اړتیاوو له مخې پیسې ورکولې. 46 هغوی به هره ورځ د خدای په کور کې سره راټولېدل او په خپلو کورونو کې به یې په خوشحالۍ او اخلاص یوځای ډوډۍ خوړله. 47 هغوی به د خدای ثنا ویله او ټول خلک ترې خوشحاله وو او هره ورځ به چې څومره خلکو خلاصون مونده، نو څښتن به د هغوی په ډله کې شاملول.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org