موندل

اتم لوست

لاړ شئ او مریدان جوړ کړئ

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

18 بیا عیسی هغوی ته نژدې ورغی او ورته ویې ویل: «د ځمکې او اسمان ټول واک او اختیار ماته راکړل شوی دی. 19 لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ. 20 هغوی ته دا تعلیم ورکړئ چې په هغو ټولو حکمونو باندې عمل وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي. او په دې باور ولرئ چې زه به تل او د نړۍ تر پایه ستاسو سره مل یم.»

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org