موندل

لومړی لوست

د آخرت فکر سره ژوند تېرول

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

د ټولو قومونو یوه لویه ګڼه_ګوڼه

9 له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼه_ګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې، 10 او په لوړ اواز یې نارې وهلې: «زمونږ خلاصون د خدای له خوا دی چې په تخت باندې ناست دی او د وري له خوا دی.» 11 ټولې فرښتې د تخت، د مشرانو او څلور اسماني موجوداتو ګرد چاپېره ولاړې وې، او بیا د تخت په مخکې پړمخې پرېوتلې او د خدای عبادت یې وکړ 12 هغوی ویل:
   امین! ثنا او صفت او جلال
     حکمت او شکرګزاري
     عزت، قدرت او قوت دې وي
     تل ترتله زمونږ د خدای، امین!

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org