
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
22 عیسی ورته په ځواب کې وویل: «په خدای باندې ایمان ولرئ. 23 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک ایمان ولري او په زړه کې شک ونه کړي، نو که دې غره ته ووایي چې د خپل ځای څخه پورته شه او په بحیرې کې وغورځېږه، نو همداسې به وشي. 24 نو له دې امله زه تاسو ته وایم هرڅه چې تاسو یې په دعا کې وغواړئ، نو یقین ولرئ چې لاسته به یې راوړئ او هغه به ستاسو شي. 25 او هرکله چې تاسو د دعا دپاره ودرېږئ، نو که ستاسو په زړونو کې د چا په خلاف کوم څه شی وي هغه وبخښئ، ترڅو ستاسو اسماني پلار هم ستاسو ګناهونه وبخښي.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org