موندل

لسم لوست

ورکو شويو ته ځان رسول (دویمه برخه)

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

عیسی په خلکو باندې رحم کوي

35 عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده او د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د اسماني پاچاهۍ زېری یې خپراوه او د خلکو هر ډول ناروغۍ او کمزورتیاوې یې روغولې. 36 کله چې هغه د خلکو ګڼه_ګوڼه ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېد، ځکه چې هغوی د بې_شپونه پسونو په شان پرېشانه او بې_وسه وو. 37 بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «فصل ډېر دی، خو مزدوران لږ دي. 38 نو تاسو د فصل خاوند ته زاري وکړئ چې د خپلو حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي.»

د عیسی دولس رسولان

1 عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ. 2 د هغو دولسو رسولانو نومونه دا دي: لومړنی شمعون چې په پطروس مشهور ؤ او ورور یې اندریاس، یعقوب د زبدي زوی او د هغه ورور یوحنا، 3 فیلیپوس او بارتولما، توما او مالیه ټولوونکی متي، یعقوب د حلفي زوی او تدي، 4 شمعون سرتېری او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.

عیسی خپل دولس رسولان لېږي چې خپل کار سرته ورسوي

5 عیسی دا دولس شاګردان د دې لارښوونو سره ولېږل: «د غیریهودیانو هېڅ یوې سیمې ته لاړ نه شئ او د سامریانو هېڅ ښار ته مه ننوځئ. 6 خو د هغې په ځای د اسراییلو قوم ته چې د ورک شویو پسونو په شان دي ورشئ 7 او په لاره کې دا پیغام ورکوئ چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده. 8 ناروغان روغ کړئ، مړي راژوندي کړئ، په جذام اخته خلک پاک او روغ کړئ او پېریان وباسئ. تاسو ته وړیا درکړل شوي او وړیا یې ورکړئ. 9 د ځان سره د سرو زرو، سپینو زرو او مسو سکې مه وړئ، 10 د سفر دپاره کوم خورجین، اضافه کالي، څپلۍ او امسا مه اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی. 11 کله چې کوم ښار یا کوم کلي ته ننوځئ، نو د یو داسې سړي کور ته ورشئ چې د ورتلو لایق وي او ترڅو پورې چې کوم بل ځای ته ځئ، نو تر هغه وخته پورې د هغه په کور کې پاتې شئ. 12 کوم کور ته چې ننوځئ، نو په هغه سلام واچوئ. 13 که چېرې د هغه کور خلک ستاسو د سلام لایق وي، نو کومه سوله او سلامتي چې تاسو یې د هغوی دپاره غواړئ هغه به ورباندې پاتې شي، خو که لایق یې نه وي، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي. 14 خو که چېرې څوک تاسو ته هرکلی ونه وایي او یا ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو کله چې د هغه کور یا ښار څخه ځئ، نو د خپلو پښو خاورې وڅنډئ. 15 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم او عموره د ښارونو د خلکو سزا د دی ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.

د راتلونکې ځورونې په هکله

16 ګورئ، زه تاسو لکه د پسونو په شان د لېوانو منځ ته لېږم، نو د مارانو په شان هوښیار او د کوترو په شان بې_آزاره اوسئ.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org