د دوه اویا شاګردانو لېږل
1 له هغې وروسته عیسی نور دوه اویا شاګردان وټاکل او هغوی یې دوه دوه تنه د خپل ځان نه مخکې هر ښار او کلي ته چې غوښتل یې هلته لاړ شي، ولېږل.
2 هغوی ته یې وویل: «فصل ډېر دی خو مزدوران لږ دي، نو تاسو د فصل د خاوند څخه وغواړئ چې د حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي.
3 لاړ شئ، خو ګورئ، زه تاسو لکه د وریو په شان د لېوانو منځ ته لېږم.
4 د ځان سره د پیسو کڅوړه یا خورجین او یا څپلۍ مه وړئ. او په لاره کې د چا سره خبرې مه کوئ.
5 کله چې کوم کور ته ننوځئ، نو لومړی داسې ووایئ: ‹په دې کور کې دې سلامتي وي.›
6 که چېرې هلته کوم سوله خوښوونکی کس وي، نو ستاسو سلام به په هغه باندې وي او که نه، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي.
7 په هماغه کور کې پاتې شئ او هغوی چې هرڅه درکوي ویې خورئ او ویې وڅښئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی. کور په کور مه ګرځئ.
8 کله چې تاسو کوم ښار ته ننوځئ او هغوی درته هرکلی ووایي، نو څه چې یې ستاسو په مخکې کېښودل هغه وخورئ.
9 د هغه ځای ناروغان روغ کړئ او خلکو ته ووایئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته نژدې شوې ده.
10 خو کله چې تاسو کوم ښار ته ورننوځئ او هغوی درته هرکلی ونه وایي، نو د هغه ښار کوڅو ته ووځئ او ووایئ:
11 ‹مونږ به ستاسو د ښار خاورې هم چې زمونږ په پښو باندې پرېوتې دي وڅنډو او دا به ستاسو په خلاف شاهدي ورکوي. خو په دې پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده.›
12 زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا د دې ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ