د غیریهوديانو دپاره د پولوس رسول دنده
14 ای زما خویندو او ورونو، زه په خپله ستاسو په هکله ډاډمن یم چې تاسو د نېکۍ نه ډک او پوره پوهه لرئ او د دې توان لرئ چې یو بل ته لارښوونه وکړئ.
15 خو ما په زړورتیا سره ځینې شیان تاسو ته لیکلي دي چې تاسو ته یې در په یاد کړم، د هغه فضل له امله چې خدای ماته راکړی دی
16 چې د غیریهودیانو دپاره د عیسی مسیح خدمتګار شم. هغه ماته د زیري د رسولو په خاطر د کاهنتوب دنده راکړې ده، ترڅو غیریهودیان لکه د یوې نذرانې په توګه چې خدای ته د منلو وړ وي، وړاندې کړم چې د روح القدس په وسیله پاکه شوې ده.
17 نو ځکه زه په عیسی مسیح کې د خدای دپاره په خپل خدمت باندې ویاړ کوم.
18 ځکه چې زه دا جرات نه کوم چې د کوم شي په هکله خبرې وکړم پرته له هغه څه نه چې مسیح زما په وسیله سرته رسولي دي، د دې دپاره چې زه غیریهودیان په خپلو خبرو او عمل باندې د خدای تابع کړم.
19 د نښو او حیرانوونکو کارونو په قدرت او د خدای د روح په قدرت سره هغوی قانع شول، ځکه چې ما د اورشلیم نه تر ایلیریکوم پورې په ټوله لاره د مسیح زېری په پوره توګه ورساوه.
20 دا زما مقصد ؤ چې زېری هغو ځایونو ته ورسوم چې تر_اوسه یې د مسیح نوم نه دی اورېدلی، ترڅو زه په هغه بنیاد باندې داسې کوم څه جوړ نه کړم چې بل چا ایښی دی.
21 بلکې لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
چاته چې د هغه په هکله څه نه دي ویل شوي، هغوی به یې وویني او چا چې د هغه په هکله څه نه دي اورېدلي هغوی به پوه شي.
22 له همدې امله څو څو ځلې تاسو ته زما د راتللو مخنیوی وشو.
روم ته د پولوس د تګ مقصد
23 خو اوس چې ما خپل کار په دې سیمو کې پای ته رسولی دی او کلونه کلونه کیږي چې زه په دې ارمان وم چې راشم او تاسو ووینم،
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ