موندل

څلورم لوست

د خدای جلال

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

عیسی د خپلو شاګردانو دپاره دعا کوي

1 د دې خبرو نه وروسته عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «پلاره، هغه ساعت رارسېدلی دی. خپل زوی ته جلال ورکړه ترڅو چې زوی دې هم تاته جلال درکړي، 2 ځکه چې تا هغه ته په ټولو انسانانو باندې واک او اختیار ورکړی دی ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې هغه ته دې ورسپارلي دي، تلپاتې ژوندون ورکړي. 3 او تلپاتې ژوندون دا دی چې هغوی تا وپېژني چې ته یوازېنی رښتینی خدای یې او عیسی مسیح چې تا رالېږلی دی، وپېژني. 4 ما د هغه کار په سرته رسولو سره چې تا راته راسپارلی ؤ په دې نړۍ کې تاته جلال درکړ. 5 ای پلاره! اوس ماته دې په خپل حضور کې جلال راکړه، هماغه جلال چې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې مې ستا په حضور کې درلود.

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org