
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
5 هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود.
6 که څه هم هغه الهي ذات ؤ، خو هغه د خدای سره د برابرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار وانخیست، 7 بلکې هغه په خپله خوښه د هرڅه نه تېر شو او د یو غلام فطرت یې اختیار کړ. هغه د انسان په شکل پیدا شو او په انساني جسم کې راښکاره شو. 8 هغه خپل ځان عاجز کړ او د تابعدارۍ له مخې مرګ ته حاضر شو او حتی په صلیب باندې مرګ ته. 9 له همدې امله خدای هغه ته لوړ مقام ورکړ او هغه ته یې هغه نوم ورکړ چې د ټولو نومونو نه لوړ دی، 10 ترڅو د عیسی په نوم ټول مخلوقات که په اسمان کې دي، که د ځمکې په مخ او که د ځمکې لاندې، هغه ته په ګونډو شي 11 او ټول د پلار خدای د جلال دپاره په خپله خوله باندې اقرار وکړي چې عیسی مسیح څښتن دی.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org