د یو فریسي او مالیه ټولوونکي مثال
9 همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ:
10 «یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل.
11 فریسي ودرېده او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: ‹ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې_ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم.
12 زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.›
13 خو هغه مالیه ټولوونکی لېرې ولاړ ؤ او تر دې چې نه یې غوښتل پاس اسمان ته وګوري، خو خپله سینه یې وهله او ویل یې: ‹ای خدایه! په ما ګناهکار رحم وکړه.›»
14 عیسی وویل: «زه تاسو ته وایم چې هغه مالیه ټولوونکی چې خپل کور ته لاړ بخښل شوی دی، نه هغه فریسي. ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي، نو هغه به سرلوړی شي.»
عیسی ماشومانو ته برکت ورکوي
15 ځینو خلکو به عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي. کله چې شاګردانو دا ولیدل نو هغوی یې ورټل،
16 خو عیسی هغه ماشومان خپل ځان ته راوغوښتل او ویې ویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده.
17 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني، نو هېڅکله به هغې ته وردننه نه شي.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ