عیسی د زکي کور ته ځي
1 عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده،
2 نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ.
3 هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې_ګوڼې له امله یې نه شو کولای هغه وویني.
4 نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت، ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده.
5 کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! زر راښکته شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې مېلمه شم.»
6 نو زکي په بیړه راښکته شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ.
7 کله چې خلکو دا ولیدل، نو په ګورېدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې مېلمه یې شي.»
8 خو زکي ودرېده او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي، نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.»
9 بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی، ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی.
10 ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ