موندل

دولسم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح معجزانه پيدايښت

د لوقا کتاب ١: ٢٦ – ٣٨، ٢: ١ – ٢٠

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

٢٦ بيا په شپږمه مياشت خُدائے جبرائيل فرښته دَ ګليل په ناصرت نومے ښار کښے يوے پيغلے ته راواستوله ٢٧ چه کوژدن ئے دَ داؤد دَ خاندان يُوسف نومے سړى سره شوے وه اَؤ دَ دے پيغلے نُوم مريم وو. ٢٨ فرښته دَ ننه لاړه اَؤ هغے ته ئے ووئيل، ”په تا سلام چه درباندے ډير فضل شوے دے، رب ستا مل دے!“

٢٩ هغے چه څۀ ووئيل په هغے ډيره فکرمنده شوه اَؤ حيرانه وه چه دَ دے مُبارکئ څۀ مطلب دے. ٣٠ بيا فرښتے هغے ته ووئيل چه ”مريمے! ويريږه مه! خُدائے په تا مهربانه شوے دے. ٣١ تۀ به اُميدواره شے اَؤ يو زوئے به دِ وشى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم عيسىٰ کيږدے. ٣٢ هغه به لوئے وى اَؤ هغه به دَ الاعلىٰ زوئے وبللے شى. مالِک خُدائے به هغۀ ته دَ نيکۀ داؤد تخت ورکړى. ٣٣ هغه به دَ تل دَ پاره دَ يعقُوب په خاندان بادشاهى کوى اَؤ بادشاهى به ئے هيڅکله نۀ ختميږى!“ ٣٤ مريمے ووئيل چه ”دا څنګه کيدے شى؟ زَۀ خو لا وادۀ شوے هم نۀ يم.“

٣٥ فرښتے جواب ورکړو، ”رُوحُ القُدس به په تا نازل شى اَؤ دَ الاعلىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى اَؤ په دے وجه به هغه پاک پيدا کيدُونکے ماشُوم دَ خُدائے زوئے بللے شى. ٣٦ بله دا چه ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده اَؤ په زوړ عُمر به زوئے راؤړى اَؤ څوک چه په شنډه مشهُوره وه، دَ هغے دَ اُميدوارئ شپږمه مياشت ده. ٣٧ ځکه چه دَ خُدائے وعدے به هيڅکله بے طاقته پاتے نۀ شى.“

٣٨ مريم ووئيل چه ”زَۀ دَ رب وينځه يم. تا چه څۀ وئيلى دى، داسے دِ وشى.“ بيا فرښته دَ هغے نه لاړه.

١ په هغه ورځو کښے دَ رُومى قيصر اَؤ ګُوستوس دَ لورى دا فرمان جارى شو چه په رُومى بادشاهئ کښے دِ دَ ټولو خلقو نومُونه وليکلے شى. ٢ دا وړُومبئ مردُم شمارى وه چه دَ شام دَ حاکم کيرينيوس په وخت کښے وشوه. ٣ دَ دے غرض دَ پاره هر يو کس خپلے خپلے ښارئے ته لاړو. ٤ اؤ دغه شان يُوسف هم دَ ګليل دَ ناصرت نه يهُوديه ته لاړو چه دَ داؤد په ښاريه بيتُ لحم کښے خپل نُوم وليکى ځکه چه هغه دَ داؤد دَ خاندان دَ اَؤلاده وو. ٥ اَؤ دَ هغۀ سره مريم هم لاړه څوک چه دَ هغۀ چنغله وه اَؤ هغه اُميدواره وه. ٦ اَؤ هر کله چه هغوئ لا هلته کښے وُو نو دَ هغے دَ بچى دَ زيږيدو ورځے پُوره شوے، ٧ اَؤ دَ هغے وړُومبے زوئے پيدا شو. هغے هغه په اُورڼى کښے ونغښتو اَؤ په يو اخور کښے ئے کيښود ځکه چه په سرائے کښے دَ هغوئ دَ اوسيدو دَ پاره ځائے نۀ وو.

٨ هم په دغه وطن کښے څۀ شپُونکى وُو چه په ميره کښے ئے دَ شپے دَ خپلو رمو څوکئ کوله، ٩ چه ناڅاپى دَ رب فرښته دَ هغوئ په وړاندے ودريده اَؤ دَ رب نُور دَ هغوئ چارچاپيره خور شو اَؤ هغوئ ويرے واخستل. ١٠ خو فرښتے ووئيل چه ”ويريږئ مه! ما تاسو ته يو زيرے راوړے دے چه دَ خلقو دَ پاره به يوه لويه خوشحالى وى، ١١ چه نن دَ داؤد په ښار کښے ستاسو خلاصُوونکے پيدا شوے دے چه هغه مسيح مالِک دے! ١٢ اَؤ ستاسو دَ پاره دَ هغۀ دا نخښه ده چه يو ماشُوم به په اُورڼى کښے نغښتے په اخور کښے پروت ومُومئ.“ ١٣ ناڅاپه دَ هغے فرښتے سره دَ آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه اَؤ دَ رب دا ثنا ئے ووئيله چه ١٤ ”دَ خُدائے حمد دِ وى پاس په آسمان کښے، اَؤ په مزکه دِ دَ هغه خلقو دَ پاره سلامتى وى په چا چه هغه مهربان دے!“ ١٥ هر کله چه فرښتے دَ هغه ځايه آسمان پلو رُخصت شوے نو شپُونکو يو تر بله ووے، ”ځئ چه اوس سمدستى بيتُ لحم ته لاړ شُو اَؤ دا شوے کار ووينو کُوم چه رب مُونږ ته څرګند کړے دے.“ ١٦ هغوئ په منډه لاړل اَؤ دَ مريمے اَؤ يُوسف پته ئے ولګوله اَؤ ماشُوم چه په اخور کښے پروت وو. ١٧ کله چه هغوئ دَئے وليدو نو هغه خبره ئے راياده کړه چه دَ دے ماشُوم په حقله هغوئ ته وئيلے شوے وه. ١٨ اَؤ دَ دے شپُونکو خبره چه چا واؤريده، ټول حق حيران شول. ١٩ خو مريمے دا ټولے خبرے زړۀ ته واچولے اَؤ سوچ ئے پرے کاوو. ٢٠ په دے دوران کښے شپُونکى بيرته لاړل اَؤ څۀ چه ئے ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے دَ خُدائے ثنا وئيله لکه څنګه چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org