موندل

ديارلسم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح بپتسمه

د متى کتاب ٣، د يوحنا کتاب ١: ٢٩ – ٣٤

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ په دغه ورځو کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے چه دَ يهوديه په بيابان کښے ئے دا وعظ کولو چه ٢ ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى راتلُونکے ده!“ ٣ دا هغه څوک دے چه دَ يشعياه نبى په وسيله ئے ذکر شوے دے، يعنے:

”په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز دے

چه دَ مالک لاره جوړه کړئ

اَؤ دَ هغۀ لارے نيغے کړئ.“

٤ دَ يحيىٰ جامے دَ اوښ دَ وړئ نه جوړے وے اَؤ دَ څرمنے کمر بند ئے تر ملا تاؤ وو اَؤ ملخان اَؤ ځنګلى ګبين ئے خوراک وو. ٥ دَ بيتُ المقدس، يهوديه اُردن اَؤ دَ ګير چاپيره وطن ټول خلق هغۀ ته راټول شول. ٦ هغو له ئے دَ ګناهونو په اِقرار کولو سره دَ اُردن دَ سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.

٧ هغۀ چه وليدل ډير فريسيان اَؤ صدُوقيان دَ بپتسمے دَ پاره راځى نو ورته ئے ووئيل، ”اَئے دَ منګرو بچو! دا چا درته وښئيل چه دَ راتلُونکى غضب نه وتښتئ؟ ٨ نو توبه وکړئ اَؤ عملُونه سم کړئ! ٩ دا په زړۀ کښے مۀ راولئ چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد يئ، ځکه چه زۀ درته دا وايم چه خدائے دَ دے کاڼو نه هم دَ اِبراهيم دَ پاره اَؤلاد پيدا کولے شى. ١٠ دَ ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے اَؤ هر هغه ونه چه ښه ميوه نۀ نيسى هغه به پرے کړے شى اَؤ اور ته به اچولے شى. ١١ زۀ تاسو له دَ توبے دَ پاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چه به زما نه پس راځى هغه زما نه زيات زورَور دے. زَۀ دَ هغۀ دَ څپلو پورته کولو قابل هم نۀ يم. هغه به درله په رُوحُ القُدس اَؤ په اور بپتسمه درکوى. ١٢ ښاخئ دَ هغۀ په لاس کښے ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى اَؤ غنم به په خمبه کښے جمع کوى، خو بُوس به په هغه اور کښے سوزوى چه هيڅ کله نۀ مرى.“

١٣ بيا عيسىٰ دَ ګليل نه دَ اُردن غاړے ته راغے چه يحيىٰ دَ هغۀ بپتسمه وکړي. ١٤ خو يحيىٰ هغه منع کړو اَؤ وئيل ئے چه ”حاجتمند زَۀ يم چه ستا نه بپتسمه واخلم، اَؤ تۀ ما له راځے؟“ ١٥ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”په دے وخت داسے په کار دى ځکه چه مونږ له دغه شان دَ خدائے صداقت پوره کول مُناسب دى.“ اَؤ بيا يحيىٰ دا ومنله.

١٦ دَ بپتسمے نه پس عيسىٰ دَ اوبو نه سمدستى راوختو اَؤ په هغه وخت آسمان ورته خلاص شو اَؤ دَ خدائے رُوح ئے وليدو چه دَ کونترے په شان په هغۀ راکُوزيدو. ١٧ اَؤ ګورئ، دَ آسمان نه دا آواز راغے چه ”دا زما خوږ زوئے دے چه په ما ګران دے اَؤ زۀ ترے رضا يم.“

٢٩ بله ورځ يحيىٰ وليدل چه عيسىٰ هغه طرف ته راځى. هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! دَ خُدائے ګډورے چه دَ دُنيا ګُناه په ځان وړى! ٣٠ دا هم هغه دے دَ چا په حقله چه ما وئيلى وُو چه زما نه به وروستو يو کس راځى چه له ما نه وړُومبے شو ځکه چه له ما نه اول وو. ٣١ ما هغه نۀ پيژندو چه هغه څوک دے، خو مخض دا سبب چه زَۀ ولے راغلم اَؤ په اوبو بپتسمه ورکوم دَ دے دَ پاره چه هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند کړے شى.“

٣٢ يحيىٰ دا ګواهى هم وکړله چه ”ما رُوحُ القُدس دَ آسمان له مخے لکه دَ يوے کونترے په شان په راکُوزيدو وليدلو چه په هغۀ نازل شو. ٣٣ ما دے نۀ پيژندو، خو هغه چا چه زَۀ ئے په اوبو دَ بپتسمے ورکولو دَ پاره راليږلے يم هغۀ ما ته ووئيل، هر کله چه تۀ رُوحُ القُدس په چا په راکُوزيدو ووينے اَؤ په چا رانازل شى نو تۀ به پوهه شے چه هم دا هغه سړے دے چه په رُوحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ٣٤ ما دا په خپله وليدل اَؤ زَۀ په دے ګواهى کوم چه دا دَ خُدائے زوئے دے.“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org